د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان: د سولې شورا غړي پخپله په جگړه کې ښکیل وو


وروسته له هغه چې تیره ورځ د سولې د عالي شورا د اته شپېتو غړو نومونه اعلان کړل چې له ځانه سره یې ګڼ غبرګونونه درلودل دغه شورا د ځېنو له خوا وستایل شوه خو ځېنو بیا دا شورا د یو لړ هغو کسانو ډکه وبلله چې کلونه مخکې په خپله په جګړه کې ښکېل ول.

دا عالي شورا چې له طالبانو سره د پخلاینې د لارو چارو د پیدا کولو او د مذاکرې لپاره جوړه شوې، پخواني جهادي مشران صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، پیر ګیلاني، اصف محسني، عبدالرب رسول سیاف، محقق، د کابېنې درې غړي، د طالبان د تحریک پخواني څو غړي، په کابل کې د حزب اسلامي موجوده ګوند چارواکي، د پارلمان او د عالمانو د شورا غړي برخه لري.

دا ډول پدې شورا کې اتو ښځینه غړو ته هم ځای ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG