د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سولې عالي شورا جوړیږي


جمهور ریس حامد کرزي د سولې د جرګې د پرېکړو په دوام ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی ترڅو د جرګې په وړاندېز د سولې د عالي شورا د جوړولو چارې ګړندئ کړي او ددې شورا اداري چوکاټ او موقعیت و مومي.

د سولې جرګي مرستیال قیام الدین کشاف ددې جرګې د دارالانشاء د مشر فاروق وردک سره یو ځای خبریالانو ته وویل چې تېره ورځ یې د ارګ په ماڼۍ کې په دې اړه له جمهور ریس سره بحثونه درلودل او ژر به عالي شورا وټاکل شي، کشاف زیاته کړه دا شورا به د جرګې له غړو جوړه وي او په هر ولایت کې به څانګه لري.

د جرګې د پرېکړو په یوه ماده کې د داسې یوې شورا یادونه شوې وه.

مولوي قیام الدین کشاف، د سولې د جرګې پخوانی مرستیال او د علماوو د شورا سرپرست:

"سولې ته د نېږدې کېدو لار هغه ددې جرګې دوام دی ترهغو چې سوله نه وي راغلې، دا زمونږ غوښتنه وه، مونږ خو د کمیسیون نوم ورکړی وو خوشبختانه دوی د عالي شورا نوم ورکړ، اوس دغه جرګه په حقیقت کې د عالي شورا په بڼه موجوده ده ترهغه به کار کوي ترڅو چې خپل هدف ته نه وي رسېدلي."

د پوهنې وزیر فاروق وردک بیا وویل تر دې دمه د جرګې د ځېنو وړاندېزیونو عملي کېدل پيل شوي او جمهور ریس د جرګې ټولو وړاندیزیونو عملي کولو ته متعهد دی، هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د کورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر د سولې له جرګې سره مخالف وو وویل داسې څه یې له اتمر نه وو لیدلي، چې ګواکې له جرګې سره یې مخالفت وښيي.

وردک دا ډول په لندن کې د یوې ټولنې د هغه رپورټ چې د پاکستان استخباراتي شبکه له طالبانو ملاتړ کوي وویل هیڅ څه یې د سولې د پروسې په مخ کې خنډ نه شي واقع کیدای.

XS
SM
MD
LG