د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتي جرګه دا ځل ۴ ورځې وځنډیده


د سولې مشورتي جرګه دا ځل ۴ ورځې وځنډیده
د سولې مشورتي جرګه دا ځل ۴ ورځې وځنډیده

د افغانستان د سولی د ملی مشورتی جرګی د جوړیدلو د کمیسون ریس ډاکټر غلام فاروق وردک د دوشنبی په مازیګر یو خبری کنفرانس ته په وینا کی ددغی جرګی په جوړیدلو کی د څلور ورځنی ځنډ علت په دې جرګی کی د ټولو بلل شوو د ګډون امکانات برابرول وګڼل.

هغه وویل چی د جرګی ګډونوال به د ثور په اتمه کابل ته راشی او په کابل کی د دریو ورځنیو معلوماتی پروګرامونو کی د برخی اخستنی وروسته به تر ۱۶۰۰ پوری استازی د ثور په ۱۲ د ملی مشورتی جرګی په دریو ورځنیو غونډو کی برخه واخلی.

ښاغلي وردگ وویل: "البته ما واوریدل چی زمونږ ځنیو رسنیو د جرګی د ځنډ خبر خي‎پور کړی دی خو لطف وکړی دی ته ځنډ مه وایاست بلکه د جرګی د جوړیدلو لپاره زمونږ لوژستکی امکاناتو ته په پاملرنی د دقیقی نیټی اعلان یی وګڼی".

دمخه ددغی جرګی لپاره د ثور اتمه ورځ په پام کی نیول شوی وه په پام کی دی چی د سولی ملی مشورتی جرګه کی تر ۱۶۰۰ پوری ګډون کونکی په ۱۳ کتګوریو کی برخه واخلی چی د ۳۰۰ نه زیاتی به یی ښځی اوسی.

د افغانستان حکومت ددی جرګی د جوړیدلو هدف خپلو مخالفو وسلوالو سره د پخلاینی لپاره په یوه کړنلاره باندی د ملت د استازو د موافقی ترلاسه کول کڼلی دی.

د سولی د ملی مشورتی جرګی په جوړیدلوکی دا ځنډ پداسی حال کی راغلی چی جهور ریس کرزی تیره ورځ د ولسی جرګی او مشرانو جرګی ریسانوسره د سولی ملی مشورتی جرګی د ګډون کوونکو د نومونو لست په سر سلا مشوری کړی دی.

قانونی د ولسی جرګی د دوشنبی ورځی غونډی ته وویل چی جمهور ریس کرزی سره یی ولسی جرګی ته د باور د رایی د اخستلو لپاره د کابینی د پاتی ۱۱ وزیرانو د معرفی کولو په مسلی هم خبری کړی دی.

د ولسی جرګی غړو نن د دریمی ورځی لپاره د جمهور ریس کرزی له خوا دغی جرګی ته د پاتی وزیرانو د نه معرفی کولو په اعتراض کی د چوپتیا اعتصاب ته دوام ورکړ.

د ولسی جرګی غړو د تیری شنبی د ورځی وروسته له هغی په هیځ کاری اجندا باندی په دغه جرګه کی بحث کول پریښودل کله چی د ولسی جرګی د غړو له خوا حکومت ته د ټاکل نیټه باندی د پاتی وزیرانو د نومونو لست وړاندی نشو.

د جمهور ریس کرزی حکومت د ولسی جرګی د غړو د اعتصاب د پای ته رسیدلو غوښتنه کړی او هیله یی څرګنده کړی چی حکومت به د ولسی جرګی د اوړی د رخصتیو د پیلدلو دمخه پاتی وزیران معرفی کړی.

د ولسی جرګی د اوړی رخصتیو ته ۱۲ ورځی پاتی دی. د ولسی جرګی اوسنی اکثزیت غړی د سنبلی د ۲۷ ورځی راروانو انتخاباتو ته ولاړ دی.

د دوشنبی په ورځ د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسون د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون نه وغوښتل چی دا کمیسون دی بیا له سره د هغو ۲۲۶ کاندیدانو په دوسیو غور وکړی چی د شکایتونود اوریدلو د کمیسون د چارواکو د وینا له مخی د تخنیکی ستونزو له امله یی خپلی فورمی سمی نه وی ډکی کړی او نومونه یی د کاندیدانو د لمړنی لست نه غورځیدلی وه.

د شکایتونود اوریدلو کمیسون دغو ۲۲۶ کاندیدانو ته پنځه ورځی وخت ورکړی چی د انتخاباتو کمیسون ته ورشی او په ټاکلی موده کی دی په خپلو فورموکی موجودی نیمګړتیاوی پوره کړی د می په ۲۱ د انتخاباتو خپلواکه کمیسون د راروانو پارلمانی انتخاباتو۲۴۴۷ د کاندیدانو د نومونو لمړنی لست اعلان کړه چی ۳۰۰ زیاتی یی ښځی دی.

XS
SM
MD
LG