د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د پیلوټ تیروتنې د آریانا الوتکه وځنډوله 


په هند کې د الوتکې تښتونې په گمان د اریانا هوایي شرکت د یوې الوتکې پرواز په موقتي توگه وځنډول شو.

د اریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه په تیروتنې د "الوتکې د تښتولو د خبرداري" له کبله د نوي ډهلي په هوایي ډگر کې څو شیبې وځنډول شوه.

ټاکل شوې وه چې د اریانا هوایي شرکت دغه الوتکه د ١٢۴ مسافرو او نهه عملې سره د نوي ډهلي نه د کندهار ولایت هوایي ډگر ته والوزي.

د اریانا هوایي شرکت عملیاتي مرستیال میرویس ټنیوال امریکا غږ ته وویل چې د الوتکې پیلوټ د "الوتکې تښتونې" د ځانگړي کود په هکله خپل مرستیال پیلوټ ته معلومات ورکول چې په "تیروتنې" دغه کود د هوایي ډگر د ټرافیکو د کنترول مرکز ته مخابره شو.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې ددغه خبرداري له لیږلو وروسته چې پیلوټ په سهوه کې لیږلی و، الوتکه د میدان یو اړخ ته یوړل شوه او د هوایي ډگر امنیتي مسؤلینو هغه محاصره کړه.

ښاغلي تڼیوال امریکا غږ ته وویل "که څه هم چې دغه پیښه په سهوه کې رامنځ ته شوی وه د اریانا هوایي شرکت د طرزالعمل له مخې اوس ددغې الوتکې پیلوټ له الوتنې محروم کړی او هغه یې مجبور کړی چې یو شمیر نورې زده کړې وکړي".

که څه هم چې څو شیبې وروسته دغې الوتکې ته د پروتز اجازه ورکړل شوه، خو ټول مسافر د دوهم ځل لپاره د امنیتي پلوه و پلټل شول.

XS
SM
MD
LG