د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي ډګر پولیسو خپله کرکټ لوبډله جوړه کړه


د کابل هوايي ډګر پولیسو خپله کرکټ لوبډله جوړه کړه
د کابل هوايي ډګر پولیسو خپله کرکټ لوبډله جوړه کړه

د پلازمینې کابل نړیوال هوایي ډګر کې پولیسو د افغانستان له کرکټ بورډ نه وغوښتل چې له دوې سره د کرکټ لوبډلې په اړه مرستې وکړي، په همدې اساس د کرکټ بورډ لخوا دوی ته یو شمیر بیټونه، توپونه او د کرکټ نور وسایل ورکړل شول.

د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش و ویل دا مهال نږدي په ټولو ولایتونو کې د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د کرکټ لوبډلې شته دي خو دوی غواړي چې په حکومتي او غیرحکومتي ادارو کې د کرکټ لوبډلې جوړې کړي، ترڅو په افغانستان کې کرکټ وده وکړي. دانش د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د پولیسو له جوړې شوي کرکټ لوبډلې نه وغوښتل چې د خپلو دندو ترڅنګ دکرکټ لوبه هم وکړي.

په همدې موخه په جوړې شوې غونډه کې د افغانستان دکرکټ بورډ د تخنیکي چارو مسول ریس احمدزي و ویل چې دوی په پام کې لري چې په راتلونکي کې د ملي پولیسو ترڅنګ، ملي سرحدي پولیسو، ملي اردو او په نورو ادارو کې هم دکرکټ لوبډلې جوړې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ دامهال دملي لوبډلې ترڅنګ د نولسو کالونو کم عمره ځوانانو لوبډله،د اوه لسو کالنو کم عمره ځوانانو د لوبډله او د الف لوبدلې ترڅنګ د پنځلسو کالونو کم عمره تنکیو ځوانانو لوبډله هم لري. لدې سره سره ګڼ شمیر ځوانان د کرکټ لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG