د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت د توکمیز استخدام مکتوب مني


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه رسمي مکتوب چې پکښې د امن و نظم پولیسو په لیکو کې د تاجیک توکمو د نه استخدام غوښتنه شوې، ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي دي.‌ پر فیسبوک او ټویټر ځینو کسانو دغه مکتوب غیرعالادنه، تبعیضي او پارونکی بللی دی.

په مکتوب کې داسې لیکل شوي:

د کابل د لمړي نمبر قوا قومندانۍ ته! د جمهوري ریاست د مقام د حکم په اساس د کابل د ۱۰۱ زون په قوماندانۍ کې د تاوتریخوالي ضد یوه ۵۰۰ نفري قطعه جوړه شوې ده. هدایت ورکول کیږي چې په ۲۴ ساعتونو کې د هزاره، ازبک، پښتون او نورو ملیتونو د افسرانو او ساتنمنانو نوملړ، په استثنا د تاجیکو، جوړ او راولیږلئ. ​

د افغانستان د زرغون بهیر مشر امرالله صالح لیکلي چې د دغه مکتوب احکام د پوځ د سرقومندانۍ لخوا په شفاهي ډول ورکړل شوي. ښاغلي صالح دا هم لیکلي چې”د مسوول کسانو چوپتیا د بربنډو شوو تخطبیانو او خیانتونو په اندازه درنې، د شرم او پوښتنې وړ ده“.

د کورنیو چارو وزارت په یوه جلا پیغام کې د دغه مکتوب خپریدل منلي خو ویلي چې په متن کې یې تیروتنه شوې ده. دغه وزارت ویلي‌ چې ”د امن و نظم په قطعه کې تاجیکان په کافې شمیر شته او دې ته اړتیا شته چې د توکمیز انډول د بشپړتیا لپاره پدې قطعه کې له نورو وړونو توکمونو نه استخدام وشي“.

دا ښاي لمړی ځل وي‌ چې د افغانستان یوه دولتي اداره خپل اړوند تشکیلات د توکمونو د انډول په اساس بیانوي.

د افغانستان د قوانینو له مخې د هیواد ټول وګړي مساوي حقونه او مسوولیتونه لري او پدوې کې د هر ډول توپیر، ناقانونه دی.‌

XS
SM
MD
LG