د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس دوه بهرني عسکر ووژل


یوه نوي افغان پولیس د بادغیس په ولایت کې په خپلو ښوونکیو باندې ډزې کړي دي او د اسپانېې دوه منصبداران یې د هغوی له اسپانوي ژباړن سره وژلي دي.

د اسپانیې د کورنیو چارو وزیر الفرېډو پېرېز روبالکابا وايي چې د اسپانیې پرسونل ځوابي ډزې وکړلې او دغه افغان پولیس یې وواژه.

دغه پیښه د چارشنبی په ورځ د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د پولیسو د روزنې په مهال وشوه.

د افغانستان پولیس وايي چې دا ډزې وروسته له هغه نه چې د افغان پولیس او اسپانوي منصبدارانو تر منځ جنجال پیښ شو وشولې.

د افغان پولیس په مرگ باندې د قلعه نو د ښار اوسیدونکي سخت په غوسه شول؛ په دې ترڅ کې په سوونو کسانو د اسپانویانو مرکز په کاڼو او ډبرو وویشت او کوشش یې وکړ چې حمله پرې وکړي.

ددغه اعتراض په وخت کې امنیتي مامورانو ډزې وکړلې.

افغان چارواکي وايي چې په مظاهره چیانو کې لږ تر لږه ١٥ کسان زخمي شول او روغتون ته ورسول شول.

چارواکیو پخوا هم دا اندیښنه څرگنده کړې ده چې طالبانو او یا د هغوی خواخوږو د پولیسو قواو ته د ورننوتلو لاره پیدا کړې ده.

نور تفصیل:

د سه شنبی د ورځې دمرگ ژوبلو په پېښو کې داسترالیا یو عسکر، د اورزگان په ولایت کې، له طالبانو سره په ډزو کې ووژل شو.

د ناټو یو بل عسکر له طالبانو سره په جلا برید کې د افغانستان په جنوب کې ووژل شو.

د ناتو قواوو نن وویل چې افغان او د آیساف قواوو په دې اونۍ کی د پنځه دیرشو نه زیات وسله وال طالبان وژلي دي او یو شمیر نور یی نیولي دي.

د یاغیانو پرخلاف دا عملیات د سپېتمبر د میاشتی په ١٨مه نېټه د پارلماني انتخاباتو لپاره د امنیت د ټینگولو لپاره کېږی.

د ایتلاف قواوو دا هم وویل چی ددې عملېاتو په ترڅ کې ې د بمونو د جوړولو مواد، لاسی بمونه او د راکټ لانچر مرمۍ ترلاسه کړي دي.

همداشان ناتو وایی چی نن د هغوی یو عسکر د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو په یوی حملی کی ووژل شو.

بل پلو ناتو وایی چی د هغو تورونو تحقیقات کوی چی وايي د بغلان په ولایت کی، د تېرې ېکشنبی په ورځ باندی د ناتو په یوه حمله کی د یکشنبی په ورځ ٨ ملکی افغانان وژل شوي او ١٢ تنه نور زخمی شوی دی.

XS
SM
MD
LG