د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د اپینو تولید سم نیمايي راکم شوی


افغانستان کې د اپینو تولید سم نیمايي راکم شوی
افغانستان کې د اپینو تولید سم نیمايي راکم شوی

ملگرو ملتونو نن وویل چی په افغانستان کی د اپینو تولید سږکال د زراعتی مرضونو له امله نیمایی کم شوی دی.

د ملگرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو د اداری په یوه رپوټ کی راغلی چی د اپینو تولید د ٢٠٠٣ م کال په نسبت ډیر کم شوی خو زیاتوی چی تر اوسه پوری د اپینو تولید د افغانستان پنځه فیصده اقتصآد تشکیلوی.

په رپوټ کی دا هم راغلی چی د اپینو زیاته برخه د ملک په جنوبی او ختیځو برخو کی تولید کیږی چی پکی ډیر ناکراره ولایتونه پراته دی.

دغه راز د ملگرو ملتونو اداره وایی چی دا د اپینو د تولید او د یاغیانو د فعالیتونو ترمینځ د اړیکو د شتوالی بل ثبوت دی.

د بلی خوا د یوه کیلو گرام اپینو بیه هم سږ کال د ٦۴ ډالرو نه ١٦٩ ډالرو ته لوړه شوی ده.

د ملگرو ملتونو اداری له دی امله اندیښنه وښوده چی د اپینو د بیی په لوړوالي او د غنمو د بیی په ټیټیدو سره د کوکنارو کښت زیات نشی.

په افغانستان کی د نړۍ ٩٠ فیصده اپین تولیدیږی چی بیا د هغو نه هیرویین جوړیږی.

په رپوټ کی دغه راز راغلی چی ټول هغه شل ولایتونه چی په کال ٢٠٠٩ کی د کوکنارو کښت پکی بالکل ختم شوی و همدا اوس هم پکی کوکنار نه کرل کیږی.

XS
SM
MD
LG