د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزی ویلی چې د ریښتونې او شریکې مبارزې نه پرته د تروریزم سره جگړه مشکله ده


Karzi
Karzi

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهورریس د مطبوعاتی چارو دفتر ویلی دی چه جمهورریس حامد کرزي، د اقتصادی همکاریو د سازمان ، ایکو په دوولسمه غونده کی وویل د افغانستان نه د نړیوالو قواوو نه وروسته به ددی ملک امنیتی حالت خراب نه ، بلکه د اوسنی حال نه به ښه شی او حکومتي اودولتی بنسټونه لا پیاوړي شی.

جمهورریس وویل په ټولو هغو سیمو کی چه امنیت یی افغان قواوو ته سپارل شویدی، په امنیتی وضع کی د پام وړ ښه والی راغلی دی.

جمهورریس ویلی دی ، په سیاسی جریان کی او په اقتصادی او ټولنیزو چارو کی هم د پام وړ پرمختگونه شویدی چه ولس ترینه بهرمن دی.

د افغانستان جمهورریس د سیمه ایزی اقتصادی همکارۍ غونډی ته په وینا کی وویل چه د سیمی د دولتونو د گډې صادقانه همکارۍ نه پرته دتروریزم له منځه وړل ممکن نه دی.
جمهورریس کرزی وویل: زما په باور د ایکو د سازمان غړي هیوادونه له گډو سختو ستونزو سره مخامخ دی، او مونږ باید دا ومنو چه په افغانستان کی په فعالو ترورستی ډلو سربیره د القاعدی ، د ازبکستان د اسلامی جنبش ، د پاکستان د طالبانود تحریک ، د شرقی ترکستان جنبش، او د چیچن د ترورستانو په څیر نړیوال ترورستی سازمانونه له څو کالونو را پدیخوا په دی هڅه کی دی چه د افغانستان له خاورې نه د منځنی اسیا یو شمیر هیوادونو او حتی روسیی او چین ته تیر شی او ترورستی حملی وکړی.

جمهورریس کرزی په دی ټکی ټینگار وکړ چه افغانستان له خپلو گاونډیانو نه تمه لری چه زمونږ خاورې ته د ترورستانو د راتگ مخه ونیسی او د افغانانو د بی شمیره قربانیو قدردانی وکړی.
XS
SM
MD
LG