د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات پېښه - د ولسمشر غني څپېړه پر چا ولګېده؟


جمهور رئیس په هرات کې د وینا پر مهال
جمهور رئیس په هرات کې د وینا پر مهال

د لاجورد د تجارتي لارې پرانیستل چې افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي د افغانستان لپاره یو ښه خبر و، خو هغه کړکېچ چې ددغو مراسمو په ترڅ کې پېښ شو جنجال یې رامنځ ته کړ.

جنجال هغه وخت پېښ شو چې د تالار له منځ نه یو شخص د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خبرو په پای کې په لوړ غږ د خپلې ستونزې حل ته د ښاغلي غني پام واړوه، خو کله چې ښاغلی غني د هغه په لور روان شو، ساتونکو یې په تالار کې د سلګونو کسانو په حضور کې پدې شخص حمله وکړه.

ددغه جنجال ویدیوګانې چې په موبایل تیلفونونو ثبت شوي او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي غوغا یې رامنځ ته کړی ده.

دغه ویدیوګانې ښیي چې ښاغلی غني په غوسه شوی او د خلکو په منځ کې یو سړی په څپېړه وهي.

​د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د غونډې د یوه ګډوال د شینډنډ ولسوالۍ د یو مشر تورخان ظریفي له قوله لیکلي: "ځوان هلک وویل ورسره بې عدالتي شوې او غږ یې باید واورېدل شي، په دغه وخت کې د ښاغلي غني ساتونکو او تشریفاتو د هلک خوله بنده کړه او هڅه یې کوله چې بهر یې کړي."

تورخان زیاته کړه: "ولسمشر خپل مامور ته نږدې شو او په غوسه و، خپل مامور یې په مخ او بدن په سپېړه ووهه او له تالاره ووت."

خو د جمهور رئیس د غوسې سره سره هغه ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس گرځي ښیي چې د جمهوري ریاست امنیتي کارکوونکي دغه شخص د تالار بهر وهي او ټکوي.

همداشان رپوټ ورکړل شوی دی چې دغه شخص اوس هم بندي دی.

افغان مقامات وایي د جمهوري ریاست د محافظینو لومړیتوب د جمهور رئیس ساتنه ده، هغه هم د افغانستان په څېر هیواد کې چې د جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی او په کې په وار وار په لوړپوړو دولتي مقاماتو بریدونه شوي دي.

خو د جمهور رئیس یو ویاند شاه‌حسین مرتضوي وایي: "هغه اصول چې د جمهوري ریاست ساتونکو ته ښودل شوي، هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د قانون خلاف عمل وکړي او دوی باید هیڅکله د خلکو په وړاندې له تاوتریخوالي نه کار وانه‌خلي."

دنیاګل د هغه شخص ورور دی چې په تالار کې یې غوښتل د جمهور رئیس سره خبرې وکړي، هغه وایي چې یو محلي زورواکي د دوی د کورنۍ ځمکه د پکتیا په ولایت کې غصب کړې ده او له اوه کالو راهیسې د خپلې سیمې پریښودلو ته اړ شوي دي او په هرات کې اوسېږي، هغه وایي چې ورور یې غوښتل دغه شکایت جمهور رئیس ته ورسوي.

دنیاګل وایي "د جمهور رئیس ساتونکو هغه له تالار نه وویست او ویې واهه، هغه اوس هم بندي دی".

افغان مقاماتو ددغه شخص د نیولو علت نه دی بیان کړی او نه یې ویلي دي چې په کوم تور نیول شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې ددغه شخص سمدستي خوشې کېدل یې غوښتي دي.

ښاغلي صدیقي ویلي دي چې "هغه یو عادي وګړی دی چې غوښتل یې خپل شکایت جمهور رئیس ته ورسوي خو د جمهور رئیس ساتونکو هغه وهلی دی."

هغه زیاته کړې چې "د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ددغه ډول تاوتریخوالي د زیاتېدو په هکله اندېښنه لري."

XS
SM
MD
LG