د لاس رسي وړ اتصالات

عدلي کمیسیون: د بندیانو دوسیې دې ژر وڅېړل شي


د کندهار د زندان بیرون
د کندهار د زندان بیرون

د ولسمشر حامد کرزي په مشرئ نن د عدلی او قضآیی چارو د کمیسیون په غونډه کې پریکړه وشوه چې د هغو بندیانو دوسېې چې د کورنی او بهرنی امنیت د جرمونو په تور نیول شوی، باید په چټکې سره بشپړې شي.

د ولسمشرکرزي د دفتر لخوا په یوه اعلامیه کې لیکل شوي چې د ابتداییه او استیناف د محاکمو چارې باید چټکې شی چې په ناحقه د خلکو د توقېف او بند مخنیوی وشي.

په غونډه کې دا پریکړه هم وشوه هغه بندیان چې د حبس موده یې بشپړه ده خو د مالي مجازاتو د ورکړې وس نلري، باید له بنده آزاد شی.

د پولیسو عملیات

بل خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې د هیواد د پولیسو ځواکونو په تیرو څلورویشت ساعتونو کې دولس تنه وسله وال مخالفین وژلي او څوارلس تنه یې نیولي دي. دا وزارت وایي چې په روانه اونۍ کې یې لږ تر لږه یو سلو پنځوس وسله وال مخالفین وژلي، نیولي او یا ټپي کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي په تیرو څو میاشتو کې د تیر کال په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG