د لاس رسي وړ اتصالات

بنديان: په زندان کې دننه روغتيايي امکانات غواړو


د نړیوالو قوانینو له مخې په زندانونو کې باید چې بندیانو ته، د ټولنې د نورو وګړو په څیر، روغتیایي خدماتو برابرشي، خو په افغانستان کې دغه امکانات معیاري نه دي.

په افغانستان کې د بنديانو لپاره روغتيايي شرايط څنگه دي؟ د خوست د مرکزی محبس بندي الياس خان چې له شپږو کلونو راپديخوا په بند کې دی اشنا راډیو ته وويل:،،نور مو هر څه ښه دي، عادي ناروغۍ د تداوۍ لپاره ، د دوا او درملو امکانات په محبس کې دننه شته، خو که مريضي جدي وي او يا هم عمليات ته اړتيا وي نو محبس دغه امکانات نه لري،،.

ملگرو ملتونو هم تيره اونۍ په يو رپوټ کې د افغانستان په زندانونو کې د معیاري روغتيايي خدماتو د نه موجودیت په اړه انديښنه ښودلې وه.

په رپوټ کې په زندانونو کې د ښځو بنديانو لپاره د روغتيايي شرايطو يادونه هم شوې ده.د ننگرهار د ښځو په محبس کې د کونړ د ولايت يوه بندۍ فرشته وايي، په محبس کې ورته د کور په شان د ژوند نور امکانات برابر دي خو روغتيايې شرايط يي يوازې د سطحي ناروغيو لپاره دي.

فرشتې زياته کړه، د لابراتواري معايناتو او دا چې که د محبس ډاکتر پوه شي چې دلته د تداوۍ امکانات نشته بيايې د عامې روغتيا روغتون ته ليږي چې وخت ناوخت ورته له محبسه وتل سرخوږي دی.

د خوست ولايت د مرکزي محبس بل بندي نورعثمان وايي د ننه په محبس کې يې د تداوۍ امکانات محدود دي ، لازم روغتيايې لوازم نلري.

نورعثمان وايی دوی مجهز کلنيک ، لابراتوار متخصص ډاکتر او دواخانې ته اړتيا لري. هغه دا هم وويل چې له د تداوۍ لپاره د زندانه بيرون وتل دوی او د دوی ساتونکو لپاره لوی گواښ دی.

په ورته وخت کې د ننگرهار د ښځو محبس د مديريت مرستياله فوزيه د ښځو لپاره په محبس کې ټول برابرشوي شرايط ښه ياد کړل خو روغتيايي امکانات کافي نه بولي.

د ښځو د محبس مرستيالې د میندوارو ښځو لپاره د نه امکاناتو يادونه وکړه او ويي ويل :،،له زندان څخه په نيمه شپه د زيږون پر مهال د بندې ښځو ويستل او د زيږون څخه دوساعته وروسته د ناروغې مور بيرته محبس ته راوستل له صحي او امنيتي پلوه د دوی لپاره لوی خطر دی،،.

ميرمن فوزيه د عامې روغتيا له وزارت څخه غواړي تر څو د ښځو د ځانگړو ناروغيو د تداوۍ لپاره هم دننه په محبس کې امکانات برابرکړي.

په زندانونو کې دننه د روغتيايې امکاناتو پوره برابريدل څومره امکان لري؟

د افغانستان د محبسونو عمومي رئيس جنرال محمد عارف بنديانو سره په چلند کې بشري حقونو ته په پام سره وويل:،،دا منو چې يو څه ستونزې به لاهم وي خو دروغتيايی خدمتونو په رسولو کې مو په هيواد کې د شتو امکاناتو په نظر کې نيولو سره بنديانو ته لازم روغتيايی خدمات برابرکړي،،.

جنرال عارف زياته کړه ،،د کورنيو چارو وزارت په جدی توگه هڅه کوي چې بنديانوته د قانون اود دوی د غوښتنې سره سم روغتيايي امکانات برابرکړي ځکه دا دهغوی حق دی،،.

د زندانونو عمومي رئيس وويل چې د عامې روغتيا له وزارت څخه يې پدې برخه کې د ډيرو امکاناتو او مرستې غوښتنه کړې ترڅو ټولو بنديانو په ځانگړې توگه ښځو ته د روغتيا ښه شرايط د زندانونو دننه برابر شي.

XS
SM
MD
LG