د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په وردګ کې د عامه نظم څلور سرتیري وژلي


افغان سرتیري
افغان سرتیري
د افغانستان په وردګ ولایت کې چارواکي وايي وسله والو طالبانو د عامه نظم د تښتول شویو پنځه سرتېرو له ډلې څلور وژلي دي .

چارواکي وايي طالبانو هغه مهال د عامه نظم دغه سرتیري ووژل چې افغان پولیسو د هغوی د خلاصون لپاره د وسله والو ضد عملیات پیل کړل.

په دغو عملیاتو کې د وردګ د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په خبره ۱۲ مشکوک وسله وال له یو یو شمېر وسلو، چاودیدونکو توکو او موټر سایکلونو سره یوځای نیول شوي دي.

خو دا لا معلومه نه ده چې نیول شوي مشکوک وسله وال، د عامه نظم د پولیسو تښتوونکي دي که څنګه؟

ښاغلي خوګیاڼي رسنیو ته په خپل یو استول شوي غږیز پیغام کې ویلي چې د عامه نظم وژل شوي سرتیري د سه شنبې په ورځ (۱۶-۰۴-۲۰۱۴) د رخصتیو لپاره له کندهاره کابل ته پر لار طالبانو د وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې له ګاډي ښکته کړي او له ځانه سره بیولي دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي افغان سرتېرو د عامه نظم د تښتول شویو سرتېرو د خوشې کېدو لپاره عملیات پیل کړل، خو طالبانو پرې وار مخکې کړ، څلور تنه یې ووژل خو یو بل یې په تېښته بریالی شوی دی .

د عامه نظم دغه سرتېري په کندهار ولایت کې د څلورمې لوا د څلورم کنډک غړي و.

د کابل – کندهار لویه لاره ډېر ځله د دا ډول پېښو شاهده پاتې شوې ده، طالبان وخت ناوخت پر دغې لويي لارې ګاډي دروي افغان سرتېري، پولیس او نور حکومتي مامورین ښکته کوي چې ډېر یې له نیول کېدو وروسته وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG