د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس: په کندهار کې د طالبانو والي وژل شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د ډاکټر واسع په نامه د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژلی دی .

د وزارت په خپرې شوې اعلاميې کې ویل شوي چې د پولیسو په دغو ځانګړو عملیاتو کې له ډاکټر واسع سره څلور نور اورپکي هم یو ځای وژل شوي دي .

عملیات د شنبې په ورځ د اپریل په نولسمه د کندهار د ریګستان ولسوالۍ په جنګل میدان سیمه کې ترسره شوي دي چې د پولیسو په وینا یو لړ چاودیدونکي توکي او مواد هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د طالبانو دغه نومول شوي والي پر افغان او بهرنیو ځواکونو د ځانمرګو برېدونو د تنظیمولو، د وسله والو لیکو ته د نورو په جذب او جلب او د سړک غاړې ماینونو د ښخولو چارې مخ ته وړلې.

په اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې د ډاکټر واسع په وژل کېدو سره به په کندهار او په خاص ډول ریګستان ولسوالۍ کې امنیت لا ښه شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG