د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت امنیتي کمپنیو ته وروستی مهلت ټاکلی


د افغانستان د جمهور رئیس یو نطاق وایی چی جمهور رئیس شخصی امنیتی شرکتونو ته څلور میاشتی وخت ورکړی چی په افغانستان کی خپل فعالیتونه بند کړی.

وحید عمر خبریالانو ته وویل چی ښاغلی کرزئ به دغه اعلان نن ناوخته وکړي.

په افغانستان کی د پنځوسو نه زیات نړیوال او افغانی امنیتی شرکتونه فعایت لری او لږ تر لږه دیرش زره کسان پکی استخدام شوی دی.

جمهور ریس کرزئ وایی چی دغه شرکتونه د افغانستان د امنیتی قواوو سره د یوه متوازن قوت په جوړولو سره د افغانستان د امنیتی قواوو په کارونو کی خنډ ایجادیږی.

ناتو نن وویل چی د دغو شخصی امنیتی شرکتونو ړنگیدل به په هغه صورت کی امکان ولری چی د افغانستان خپل پوځ او پولیس په دی وتوانیږی چی د دی شرکتونو په شان امنیتی خدمات تر سره کړی شی لکه د چارواکیو حفاظت او د موټرو د قطارونو رسول.چارواکیو دا ونه ویل چی آیا په دغه تعین شوو څلور میاشتو کی به خپل فعالیت بند کړی که نه.

XS
SM
MD
LG