د لاس رسي وړ اتصالات

٥٢ امنیتي کمپنۍ لا اوس هم افغانستان کې پاتې دي


٥٢ امنیتي کمپنۍ لا اوس هم افغانستان کې پاتې دي
٥٢ امنیتي کمپنۍ لا اوس هم افغانستان کې پاتې دي

د افغانستان د کورنیو چارو وایي ۵۴ امنیتی خصوصي کمپنۍ یې تړلي دي خو لا هم ۵۲ خصوصي امنیتي کمپنۍ په هیواد کې پاتې دي. چارواکی وایي د دسمبر تر ۱۷ به پاتې امنیتي کمپنۍ له کابل ښاره بهر وباسي.

دا شرکتونه د ناجایزو ګټو اخیستنو او خلکود ځورونو له امله د جمهور رئیس د فرمان پر اساس له منځه یوړل شوی خو د چارواکو په وینا د موسسو او نورو بنستونو د امنیت ساتنې لپاره به افغان پولیس ددې شرکتونو ځای ډکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو مشاور تورن جنرال عبدالمنان فراهي په وینا دې وزارت هڅه کړې تر څو د خصوصي امنیتي شرکتونو په له منځه وړلو کې د ولسمشر فرمان عملي کړي.

ښاغلی فراهي وایی تر اوسه یی۵۴ هغه خصوصی امنیتی شرکتونه چه په لویو لارو کی یی تش په نامه د امنیت د تینګښت لپاره فعالیت کاوه بندې کړي دي او د دوی ۲۸۵۰ میله وسلې یې ترې اخیستي دي.

ډیری دا امنیتی خصوصی شرکتونو د کابل ښار دننه او د خلکو د میشت ځایونو سره نژدی ځای نیولی وو چی دا مهال له ښاره بهر ویستل شوی دی د چارواکو په وینا د روانی میاشتی تر ۱۷ نیټې پورې به پاته شرکتونه هم له ښاره بهر وویستل شي.

د خصوصی امنیتی شرکتونو په تیره بیا د هغو شرکتونو په باب چې په لویو لارو کی یې د امنیت د تینګښت لپاره کار کاوه زیات شکایتونه اوریدل کیدل او ویل کیده چې ددې شرکتونو غړي په خپل سر د خلکو کورونه لټوي او د دوی کړنې د کورنیو چارو وزارت د لارښودونو سره په ټکر کې دي.

همدا رنګه داسی ګنګوسی اوریدل کیدی چه ځینی خصوصی شرکتونه دولتی لوړ پوړو چارواکو پوری تړلی دی خو د کورنیو چارو وزارت مشاور وایی دوی به پلتنی تر سره کوی که چیری دا ګنګوسی سمی وی نو دا شرکتونه به هم له منځه یوړل شی چه ددی کار لپاره یو کمیسیون جوړ دی

دولتی چارواکی وایی هغه کمپنی چه د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو ، دیپلوماتیکو ساحو او انکشافی پروژو د امنیت لپاره به پاته کیژي هغوی لپاره یو نوی طرزالعمل جوړ دی چه د هغه پر اساس باید خپلی کړنی محدودی کړی. دوی به نور نشی کولای د ښار دننه له وسلو سره او بی له یونیفارمه وګرځی او که داسی وی نو سزا به ورکول کیږي.

ښاغلی فراهي وایې ددې کمپنیو په تړلو سره خصوصا په لویو لارو کی د جرمونو کچه هم را تیته شوې ده.

په توله کی پّه افغانستان کی ۵۷ عیر قانونی او ۵۲ رسمی خصوصی امنیتی کمپنی وی چې۲۶۵۱۰ تنه غړی یې لرل چې په دې کې ۲۳۱۰۰ تنه یې بهرنیان او نور افغان وو.

ددی کمپنیو غړی به د افغانستان د پولیسو په چوکات کی را جذبیږي او د امنیت د ساتنی لپاره به ددو پر ځای د سیمه ییزو خلکو نه د حفاظت عامه پولیسو ځواکونه جوړیږي.

له بلی خوا به افغانستان کی د ناتو د ځواکونو ویاند جوزف بلاتز وایی دوی لا هم د شبی له خوا پوځی عملیات جاري ساتي او وایي دا ډیره موثره لار ده چې ورسره د ملکی تلفاتو کچه هان تر یو په سلو کی را تیته شوی ده.

همدا رنګه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کی د دولت سره د ۶۰۰ طالبانو د یو ځای کیدو خبر هم ورکړ شوی دی .ویل کیزی دا طالبان ددوی په لیکو کی د فساد او په پاکستان کی میشت ددوی د مشرانو نه د نارضایتی له وجی افغان دولت سره یو ځای شوی دی.

XS
SM
MD
LG