د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د امنیتي کمپنیو په بندولو پیل کړی


افغان حکومت د امنیتي کمپنیو په بندولو پیل کړی
افغان حکومت د امنیتي کمپنیو په بندولو پیل کړی

د افغانستان حکومت د اتو امنيتي کمپنیو د بندلو کار پیل کړی دی چې په دغه هیواد کې یې امنیتي خدمات سرته رسول. په دې جمله کې د Xe Services په نامه کمپنۍ شامله ده چې پخوا د بلک واټر په نامه یادېدله.

رپوټ وايي چې دغه کار د جمهوررئېس د هغه فرمان پر بنا شویدی چې وايي په هېواد کې ٥٢ امنیتی کمپنی چې د امنیتي چارو د سرته رسولو لپاره جوازونه لري، د راتلوونکي کال تر جنوری پورې خپل کارونه بند کاندي.

ددغه فرمان مقصد هغه کمپنۍ دي چې د افغانستان په لویو لارو باندې هغو کاروانونو ته امنیت برابروي چې نظامي اکمالات سرته رسوي او همدارنگه شخصي کاروبار او چارواکیو ته امنیت برابروي.

په دې لړ کې یو شمیر امنیتي کمپنۍ داسې اعمال سرته رسوي لکه شخصي ملېشې چې د حکومت له کنترول نه بهر وي.

بل پلو، په افغانستان کې دېره د ناټو قواوې وايي چې ددوی قواو په درې جلا عملیاتو کې یې څو تنه طالبان او د حقاني د ډلې مشران نیولي دي.

چارواکي وايي چې افغان او ایتلافي امنيتي قواوو په گډه دطالبانو دوه معتبر مشران د یکشنبی په ورځ د کندهار په ښار کې ونیول. د ناټو ایتلاف وايي چې نیول شویو کسانو د طالبانو هغو جنگیالیو ته وسلې او پیسې برابرولې چې پر افغان ملکیانو، افغان امنيتي قواوو او د ایتلاف پر قواو به یې بریدونه کول.

ناټو همدارنگه وویل چې د دوی مشترکو قواوو د یکشنبې په ورځ د حقاني د ډلې یو جگپوړه مشر د خوست د باک په اولسوالۍ کې نیولی دی.

په عین حال کې، ناټو وايي د دوی یو عسکر د دوشنبې په ورځ په یوه چاودنه کې د افغانستان په جنوب کې وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG