د لاس رسي وړ اتصالات

افغان امنیتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ له طالبانو ونیوله


تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسلوالو د ناوې د ولسوالۍ له لاسه ورکولو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي
تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسلوالو د ناوې د ولسوالۍ له لاسه ورکولو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي

افغان امنیتي چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو نن د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وروسته له دیارلس کلونود غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ له خپلومخالفو وسلوالو بیرته نیولې ده.

د غزني د ولایت د امنیت امر اسدالله انصافي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل دا ولسوالۍ د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې ده.

ښاغلي اسدالله انصافي وویل " دا ولسوالۍ د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو د بدر په نوم د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې له تیرو دیارلس ورځو راهیسې روان دي نن سهارله طالبانو نیولې ده".

ښاغلي انصافي وویل چې لا څرګنده نه ده چې د ناوې د ولسوالۍ د ساتنې لپاره به څومره ځواک په دغه ولسوالۍ کې ځای په ځای شي.

د غزني ولایت مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د بدر د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۶۶ تنه د پاکستاني وسله والو په ګډون مخالفو وسله وال وژل شوي او ۶۰ نورټپیان شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل چې افغان امنیتي ځواکونو لس مخالف وسه وال ژوندي هم نیولي دي.

د غزني ولایت مرستیال وویل چې د دغو روانو عملیاتو په ترڅ کې د غزني ولایت انډر او ګیلان دوه نورونا امنه ولسوالیوته هم غزیدلي لارې د مخالفو وسله والو له شتون نه پاکي شوي دي.

غزني ولایت چې د کابل کندهار په لویه لاره پروت دی د افغانستان د ناامنو ولایتونو په ډله کې شمیرل کیږي.

د غزني د ناوې ولسوالۍ د تیرو نهو کالو راهیسې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو په واک کې وه.

افغان امنیتي ځواکونو د دیارلس ورځو راهیسې په زابل او غزني ولایتونو کې د خپلو وسله والو مخالفانو په وړاندې د بدر په نوم عملیات پیل کړي دي.

تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسلوالو د ناوې د ولسوالۍ له لاسه ورکولو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG