د لاس رسي وړ اتصالات

له سندرغاړو د ولس غوښتنه؛ ځوانان د نشه يي توکو کارولو ته مه هڅوئ


د افغانستان په خوست ولایت کې يو شمېر خلک پر محلي سندرغاړو نيوکه لري چې په خپلو ځېنو سندرو کې ځوانان د نشه يي توکو استعمال ته هڅوي.

خوستوال له هنرمندانو او شاعرانو څخه غواړي چې د هغه څه له ویلو او لیکلو څخه ډډه وکړي چې مسقتیم یا غېرمستقيم په نشه يي توکو د ځوانانو د روږدي کېدو لامل کېږي.

یو شکایت دادی چې محلي سندرغاړي په ځېنو کنسرتونو، ودونو او د خوښۍ په مراسمو کې داسې سندرې وایې چې په هغو کې د نشه يي توکو نومونه او نور بیلابیل تعریفونه او بد صفتونه زمزمه کیږي.

د خوست ولایت اوسیدونکی اسماعیل ځدراڼ سندرغاړو ته په خطاب وایې: ”داسې څه وليکئ چې ټولنې ته ښه رنګ ورکړي، ځوانان د تعليم طرف ته متوجه کړئ، د اسلام طرف ته يې متوجه کړئ، د سپورت طرف ته يې متوجه کړئ او د وطن د خدمت طرف ته يې متوجه کړئ‟.

سندرغاړي هم مني چې ځينې ملګري یې په خپلو سندرو کې د مخدراتو نومونه اخلي او نشه يان په ښو او بدو صفتونو یادوي.

خوست میشتی سندرغاړی ماسټر چنيوال له ټولو سندرغاړو څخه غواړي چې د منفي پیغام لرونکو سندرو له ویلو څخه ډډه وکړي.

چنیوال وویل سندرغاړي دې "هر رنګ غزل چې وايې ودې وايې خو ځوانان دې د نشه يي توکو کارونې ته نه تشويقوي".

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین اندېښنه لري چې سندرو په خلکو په خاصه توګه ځوانانو کې اعتیاد زیات کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد امين شاه الفت وایې چې د شته ستونزې د حل کولو لپاره یې د هنرمندانو له ټولنې سره کار پیل کړی دی.

د ښاغلي الفت په وینا سندرغاړي باید "د سولې، ورورولۍ او يووالي پيغام خلکو ته ورکړي‟.

له سندرغاړو د ولس غوښتنه؛ ځوانان د نشه يي توکو کارولو ته مه هڅوئ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

XS
SM
MD
LG