د لاس رسي وړ اتصالات

د اتل ټیم تود هرکلی وشو


زرګونو افغانانو خپل هیواد ته د فوټبال د ملي لوبډلې د راتلو تود هرکلی وکړ. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د فوټبال د سیالیو په پایلوبه کې د اتلوالۍ مقام وګټی.
کابل ښار له تیر ماښامه تر سهاره او له سهاره بیا تر غرمې د کابلیانو په شور او خوشحالیو کې ډوب وو.

د کابل ښآر لارې کوڅې د زړو ، ځوانانو او حتا ماشومانو د خنداوو ، نڅاګانو او خوشحالیو شاهدې وې او په ښار کې د خوشحالیوو ډزو هم اوریدل کېدې.

د غه خوشحاله ښاریان سهار وختي د کابل ښار د غازی ستدیوم په لور و رهی شول چې هیواد ته د خپلو اتلانو د راتلو هرکلی وکړي.

د سهار شاو خوا نهه بجې د افغان لوبغاړو الوتکه په مځکه کښېناسته او افغان ولسمشر دغو ویاړلو ځوانانو ته د بریا مبارکي وویله. د فوټبال د ملي ډلې لوبغاړی د کابل ښار د زرګونو اوسیدونکو د شور او ځوږ په بدرګه غازی ستډیوم ته ورسیدل چی د افغان پارلمان غړو ، د کابینې غړو لوړ، پوړی چارواکو او پيژندل شویو څیرو یې راتلو ته سترګې نیولي وې .

په رسمي مراسمو کې چی د دغو اتلانو په ویاړ جوړ شوي وو د حامد کرزي پیغام ولوستل شو ځکه ولسمشر د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ور رهی شوی وو .

شاغلي کرزي د مبارکۍ په ترڅ کې د لومړی ځل لپاره د افغانستان د دغسې سترې بریا لپاره خوشحالي څرګنده کړي وه د افغان پارلمان غړی شکریه بارکزی او زلمی زابلی د لوبی لیدو لپاره نیپال ته ورغلي وو.

شکریې بارکزی وايي چې په افغان اتلانو او د هغوي په لوبې افتخار کوي.،،زه په خپلو اتلانو ویاړم ښکلې لوبه یې تر سره کړه د اندیا له خوا لس زره کسان راغلي ول خو افغانان کیدای شی ۵۰۰ تنه وو دغو ځوانانو وښودله چې افغانستان یو دی ګټې یې شی او قهرمان دی.،،

زلمی زابلی بیا وايي چې افغانانو د لوبې د اساساتو په پام کې نیولو سره ښه لوبه وکړه. ،، احساساتو په دې خوند را کوو چې افغانان په ډیر شهامت او دسپلین او نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره ښه لوبه تر سره کړه زما د ګولکیپر منصور فقیر یار لوبه خوښه شوه هغه وښوده چې افغانان به په نږدی وخت کې نړیوالو مسابقو ته ځانونه آماده کړي.،،

د افغان حکومت د سترې مخالفې سیاسي ډلې مشر او د ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله هم غازی ستډیوم ته دفوتبالرانو د هرکلي لپآره ورغلی و هغه وایي ځوانانو ته ددې ویاړ مبرکي وايي: ،،زه د افغان ځوانانو دغه ویاړ د هغوي کورنیو ، د فوټبال فدراسیون ، افغان ملت ، د المپیک کمیټې او ټولو افغانانو ته مبارکي وایم ما وغوښتل چې د افغان ځوانانو د خوشحالۍ په دې ورځ د هغوي تر څنګ واوسم. باوري یم چې افغانان د سترو بریاوو لیاقت او وړتیا لری او دوي به ستری بریاوی تر لاسه کړي.،،

د افغان ولسمشر پخوانی ویاند وحید عمر وایی سیاسیون دي باید د افغانانو د ننني یو والی او اتحاد نه زده کړي ځکه ګډ افتخارات په ملت جوړونه کې دیر اهمیت لري. ،،په ملت حوړونه کې ګډ افتخارات ډیر رول لری هغه څه چې پرون شپه وشول او هغه روحیه چې افغان ملت وښودله دا د نوي افغانستان په تاریخ کې بې سارې روحیه ده. افغانستان نن داسې حالت ته رارسیدلی چې شاته تګ یی نا ممکن دی. افغانان به تر ډیره وخته د دغې کامیابۍ یادونه وکړي. افغان سیاسیون دي باید د دغه ګډ کار نه زده کړه وکړي. دغه روحیه دی په افغانانو کې تقویت کړی او ترینه دي ساتنه وکړي.،،

د افغاستان د فوټبال د ملي ډلې یو غړی حشمت بارکزی وايي چې،، افغان ټیم ډير خوشحال دی چې افغانستان ته یې ویاړ ورپه برخه کې کړ او لوبي یې وګټلې.،،

بل لوبغاړی یوسف مشرقي وايي چې د افغانستان لپاره ځکه لوبه کوي ،، چې افغانستان پر ګران دی او افغانان پر ګران دي غواړي د افغانانو خدمت وکړي.،،

د ډیرو سیاسی شنونکو او عامو افغانانو وینا دا ده چی نن سبا یې هیواد همداسې پیاوړی ، ځواکمن او وتلو اتلانو ته اړ دی چی هیواد د شته کړکیچن حالت د سولي ، سمون امن او ټیکاو آرامه ډګر ته وروباسي.
XS
SM
MD
LG