د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې په عملیاتو کې اته چيچنايي جنګيالي وژل شوي


د لوګر ولایتي چارواکي وایي دا چيچنايي جنګيالي تیره شپه د څرخ په ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې اته تنه چيچنايي جنګيالي او دوه افغان وسله وال وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ ته وويل، چې دغه عمليات د څرخ ولسوالۍ د قلعه نو په سيمه کې تېره شپه ترسره شوي دي.

هغه وويل چې په عملياتو کې ځانګړو ځواکونو او ملکيانو ته زيان دی رسيدلی.

په همدې حال کې د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل امريکاغږ ته وويل، چې په دې وروستيو کې د لوګر په ځينو غرنيو سيمو کې د بهرنيو جنګيالو شمېر او فعاليتونه مخ پر ډېرېدو دي.

هغه زياته کړه، کورني او بهرني جنګيالي سربېره پر دې چې په لوګر کې فعاليتونه لري، له دغه ولايت څخه د افغانستان نورو ولايتونو ته د تګ راتګ د لارې په توګه هم استفاده کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغان ځانګړو ځواکونو د دې عملياتو آو په عملیاتو کې د بهرنيو جنګياليو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG