د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت پخپلو پیسو محصلین بهر ته لیږي


افغان حکومت پخپلو پیسو محصلین بهر ته لیږي
افغان حکومت پخپلو پیسو محصلین بهر ته لیږي

افغان دولت له خوا لومړنۍ ډله محصلان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځي.

ولسمشر حامد کرزی هندوستان او ترکیی ته د دغو تلونکو محصلانو سره ولیدل.

د ۸۰ کالو راهیسی دا دوهمه ډله محصلان دي چې د دولت په پیسو د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لیږل کیږي.

نږدې ۴۲۰ تنه افغان محصلان د لوړو زده کړو لپاره هندوستان او ترکیې ته ځي.

دا محصلان به د زراعت، طب، انجنیرﺉ، فارمسی، ترانسپورت، معلوماتي تکنالوزﺉ او نورو برخو کې په دغو هیوادونو کې لوړې زده کړې تر سره کوي.

حامد کرزي له دې محصلانو سره چې د لسانس، ماسترﺉ او دکتورا د بشپړولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځي وکتل او د دولت له خوا یې د تحصیل لپاره د دوی محصلانو استول د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور ستر ګام وباله.

ښاغلي کرزي د افغان دولت دا کړنه د غازی امان الله خان له دور سره پرتله کړه او وې ویل: د ۸۰ کاله وروسته دا دی د دوهم ځل لپاره افغان بچیان د بیت المال په پیسو لوړې زده کړې کوي.

"له ۸۰ کاله پس چی هغه وخت غازی امان الله خان دا ګام اوچت کړی وو دا دی نن بیا هم د ملت په پیسو د کارګز ، بزګر ، شپون ،کوچی ، دکاندار ، او مامور په پیسو تاسو بهر ته د لوړو زده کړو لپاره ځي".

ولسمشر کرزي بهر ته تلونکي محصلان وهڅول چې هر ګړی باید خپل ملک په یاد ساتي او په لوړو زده کړو سره ددې ملک د ودانولو لپاره ستره پانګه شي. ښاغلی کرزی وایي افغان دولت دا بچیان ددې لپاره د ملت په پیسو بهر ته لیږي تر څو افغانستان نورو هیوادونو ته د اړتیا لاس اوږد نکړي.

"زما توصیه تاسو ته داده چی په هره رشته کې چې ځی له ها خوا به بهتر استعداد له ځانه سره بیرته راوړﺉ داسې خواري به کوﺉ چې ټول اول نمره واوسی. داسې ثانیه به نه وي چې په هندوستان کې خواری کوﺉ، مه هیروﺉ چې دلته بزګر یوم په لاس خواري کوي چې دا پیسې دولت ته ورکړي او دولت یې تاسو ته درولیږي چې تاسو پرې درس ووایی".

بهر ته د لوړو زده کړو لپاره د محصلانو لیږل هغه پریکړه ده چې ولسمشر کرزی دوه کاله دمخه کړې وه او د روان کال لپاره افغان دولت نږدې ۵ ملیونه ډالره په بهر کې د محصلانو د لوړو زده کړو لپاره ځانګړي کړي دي.

ولسمشر ژمن دی چې راتلونکی کالونه به ددې پیسو کچه زیاتوي.

ولسمشر دغو ځوانانو ته ژمنه وکړه چې هر کله بیرته وطن ته را ګرځي نو دلته به ورته د کار زمینې برابرې وي.

دغو بورسونو ته د هیواد د هر ولایت نه قابو ۷ الی ۷۰ تنه نومول شوي وو او د ۳۴ ولایتونو زده کونکي به بهر ته د سبق لپاره ځي.

په دغې لیدنې کې ځینو محصلانو د بورسونو په ورکړه کې نامعقولې کړنې هم د ولسمشر سره شریکې کړې.

داکتر پرویز اقبال وایي دې بورسونو ته ډیری محصلان د تحصیلي رشتې په خلاف ورپیږندل شوي دي خو ولسمشر د لوړو زده کړو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې محصلان دې د هغوی د تحصیلي رشتې په اړوند زده کړو ته ولیږي.

همدارنګه د انجنیرﺉ د محصل فضل ربی غروال د برخلیک د روښانه کولو په هکله هم له ولسمشره خواست وشو.

دا زده کونکی له څه مودې را په دې خوا په لوګر ولایت کې د خپلې کورنۍ د لیدو پر مهال د بهرنیو ځواکونو په لاس نیول شوی او په بګرام زندان کې ساتل کیږي.

ولسمشر ژمنه وکړه چې ددې محصل د برخلیک په معلومولو کې به هم هڅې کوي.

له نږدې ۵۰۰ تنو محصلانو نه چې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره ځي ۳۰ تنه یې ښځینه محصلانې دي.

XS
SM
MD
LG