د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا طالبانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


د سولې شورا طالبانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي
د سولې شورا طالبانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

دافغانستان دسولې هیآت پاکستان ته ځی چې هلته ددغه هیواد دجنجال دحل په باره کې خبری وکړی.

توقع ده چې دافغانستان دپخوانی جمهوررئیس برهان الدین ربانی په مشری هیآت دپاکستان دجمهوررئیس اصف علی زرداری او نورو لوړرتبه مشرانوسره خبری وکړی.

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دطالبانو دهغو غړوسره دپخلاکیدو غوښتنه کړیده چې تاوتریخوالی وغندی مگر ددغې ډلې سره دسولی په مقدماتی خبرو کې هېڅ پرمختگ ندی شوی.

دناټو دمامورانو په مینځگړیتو دتازه خبری وروسته له هغې گډی وډې شوی چې هغه کس جعلکار معلوم شو چې ځان ئې دطالبانو استازی معرفی کړی و. هغه ته پیسی ورکړل شوی وی چې دافغان مامورانو سره خبری وکړی.

پاکستان دیو دپاسه دوه زرم کال پوری دطالبانو ملاتړ کاوه . پاکستانی مامورانو منلی ده چې دوی دطالبانودځینو غړو سره تماس ساتلی دی مگر دوی وائې، په افغانستان کې دیاغیانو ملاتړ نه کوی.

XS
SM
MD
LG