د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړۍ د سوداگرئ د پراختیا لمخې ١٨٣مه درجه دی


افغانستان د نړۍ د سوداگرئ د پراختیا لمخې ١٨٣مه درجه دی
افغانستان د نړۍ د سوداگرئ د پراختیا لمخې ١٨٣مه درجه دی

په افغانستان کی د سوداګری او صنایعو چارواکي وایی دا هیواد د سوداګرییزی پرمختیا لپآره د افغان دولت او نړیوالی ټولنی مرسته غواړی.

هغه وروستی څیړنی چه نړیوال بانک په دی وروستیو کی تر سره کړې ښایي چې افغانستان د سوداګریزې ودې له مخې په ډیر بد وضعیت کې دی له دې امله به دا هیواد د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د مهمو سکتورونو په مقرراتو اصلاحات پيل کړی.

وروستی څیړنو ښودلی ده چه د افغانستان سودا ګریزه پراختیا او وده د نړی د هیوادونو په ډله کې۱۸۳مه درجه ځای لري.

له دی امله افغان دولت پتیلی ده چه ددی هیواد د منځنیو او کوچنیو تجارتونو د مهمو سکتورونو پّه مقرراتو اصلاحات پیل کړی

په همدی اړه نن پّه کابل کی د نړیوال بانک، امریکې سفارت، د افغانستان د سوداګری وزارت،نړیوال بانک، نړیوال مالی شرکت او د امریکی پراختیایی اداری ګده ناسته تر سره کړه تر څوددی وروسته پاتی والی نه د وتلو لاری چاری پیدا کړی.

د تر سره شویو څیړنو له مخی افغانستان د تجارتی ودی له مخی اوس د نړیی په هیوادونو کی ۱۶۷ ځای لری نو ددی لپآره چه د سودا ګری په برخه کی د افغانستان معیارونه لوړ کړای شی پر ۵ مهمو شاخصونو به اصلاحات راوړل کیږي دا شاخصونه د تجارت پيلول، د ملکیت ثبتول، د پانګه احونکو محافظت،د سرحد نه پوری خواته سوداګری او د تجارت بندول دی.

د افغانستان د سوداګری وزیر انوار الحق احدی وایی ددی پروژی هدف دادی چه په راتلونکو ۲ کلونو کی د افغانستان رقابتی حالت ښه کړای شی او په دی لار کی نړیوالی مرستی ته اړ دی.

په افغانستان د امریکی سفارت هم وایی دا هیواد به د هغو پروژو چی د سوداګریو فعالیتونو د لوړوالی په خاطر کیژی ملاتړ کوی ددی هیواد سفیر وایی امریکا ددی پروژو نه د اوژدی مودی لپآره حمایت کوي.

که څه هم افغان چارواکی ددی هیواد د سوداګرو لپاره په چارو کی د اسانتیاوو د برابرولو ادعاوی کوی خو د نړیوال بانک دی نوی څیړنی وښودله چه افغان سوداګر لا هم د وارداتو او صادراتو او سوداګریزو چارو په برخو کی له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او کار پوهان بیا په دی برخه کی ستونزی او کمی په هیواد کی د شته پراخ اداری فساد سره تړلی ګنی.

XS
SM
MD
LG