د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو تیاری روان دی


افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو تیاری روان دی
افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو تیاری روان دی

د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د لکړۍ د سیمې وضیعت په داسې حال کې په ښه کیدو دی چې امریکایي عسکر، افغان ملي اردو او ولسي وګړي په ګډه هڅه کوي چې په سیمه کې د ژوند کولو لپاره عادي شرایط رامنځ ته شي.

په تیرو څو میاشتو کې افغان ملي اردو د لکړۍ په زراعتي سیمه کې د امینت د پیاوړي کولو لپاره پوره هڅه کړې ده. نه یواځې دا چې د ګزمو مشري یې په غاړه اخیستې بلکې هغوی د سیمې د وګړو سره هم ډیر ښه چلند کوي او همدا د هغوی د روزونکو او د هغوی د ملګرو امریکایي عسکرو هدف دی چې افغان اردو د سیمه ایزو ګړو سره ښه اړیکې ټینګې کړي او د امنیتي ماموریت لپاره زمینه برابره کړي.

د امریکایي قواوو یو پړکمشر ستیو وایټمن وایي افغان ملي اردو خپل امنیتي ماموریتونه په ښه توګه ترسره کوي.

"د هرې ګزمې هدف دادی چې هغوی په سیمه کې حضور ولري او یو څه زیات مخکښ رول ولوبوي، او په عمومي توګه په سلو کې نوي کله چې د سیمې د وګړو سره خبرې کوي او یا نور څه، هغوی رهبري کوونکی رول ادا کوي او مونږ د هغوی ملاتړي یو"

د سیمې د خلکو سره اړیکې ټینګول په دې معنی دي چې له هغوی سره کښیني او خبرې وکړي خو همداشان د هغوی سره د ژوند په چارو کې مرسته هم وکړي.

امریکایي عسکرو د محلي خلکو سره د مرستې، د پلونو د جوړولو، د څاګانو د کیندلو او د تاسیساتو د جوړولو لپاره بودجه ځانګړې کړې ده چې له خلکو سره په ورځني ژوند او کار کې مرسته وشي.

امریکایي عسکر د لکړۍ سمې ته په دوه زره لسم کې ولیږدول شول خو دمخه تر دې چې د سیمې له خلکو سره اړیکې ټینګې کړي دوی او افغان اردو باید طالبان له سیمې ویستلی وای. نن په دې سیمه کې یو له عمده امنیتي اندیښنو څخه د ښخو بمونو او چاودیدونکو توکو موجودیت دی. خو د طالبانو سره مخامخ کیدل ډیر کم رامنځ ته کیږي. د امریکا د اردو لومړی بریدمن برندان سالتر وایي:

"مونږ اوس په داسې پړاو کې یو چې په واقعت کې د سیمې وګړي ایساف ته راځي او د ښځو بمونو او چاودیدونکو توکو په اړه معلومات ورکوي. نو دا زمونږ لپاره ښه ده. دا په دې معنی دي چې دوی پر ایتلافي ځواکو باندې باور لري. او همداشان دوی پر افغان ملي امنیتي قواو باندې زیات باور لري چې د سیمی امنیت ونیسي"

دواړه امریکایي منصبداران سالتر او وایټمن په دې باور دي چې افغان ملي اردو به په ځانګړې توګه وکړای شي چې په دې نژدیو کې امنیتي چارې په بشپړه توګه په غاړه واخلي.

د هلمند د لکي اوسیدونکي د امینت د اوسنې کچې نه راضي بریښي، حتی که یو شمیر خلکو یې د کوکنارو کر کیله پریښې او پر ځای یې غنم، جوار او یا هم میوې کري. د کلي یو مشر محمد اکبر وایي:

"اوضاع د پنځو کالو مخکې نه ډیره سمه ده، مخکې خو مونږ ډیر نفس تنګه و په عذاب و. اوس کولای شو ازادانه وګرځو، لاړ شو مضال، یو ځای بل ځای د شپې او ورځې وګرځو"

امریکایي او ناتو ځواکونه غواړي چې د ټول افغانستان امنیتي مسولیت د دوه زره څوارلسم تر پایه افغان لورې ته وسپاري خو یو شمیر انتقاد کوي چې دا نیټه ډیره نژدې ده.

XS
SM
MD
LG