د لاس رسي وړ اتصالات

د ترانسپورت پخوانی وزیر بندي شوی


د ترانسپورت پخوانی وزیر بندي شوی
د ترانسپورت پخوانی وزیر بندي شوی

ځینې رپوټونه وايي، د ترانسپورت د پخواني وزیر عنایت الله قاسمي له نیول کېدو وروسته لویې څارنوالې په بانکي چارو کې د جمهور رییس کرزي سلاکار نورالله دلاوري هم نیولی دی.

دلاوري په افغانستان کې د پانګه اچونې د ملاتړ د ادارې (آیسا)رییس دی او مخکې یې د افغانستان د ملي بانک ریاست هم کړی دی. خو لویه څارنوالي وايي چې دلاوري ندی نیول شوی.

د ترانسپورټ پخوانی وزیر عنایت الله قاسمي نن د لوی څارنوالۍ له لوري له خپل موقف څخه د ناوړې او ناسمی استفادې په تور په کابل کی بندي شو.

لویه څارنوالي وايي، قاسمي د شپږو بوینګ الوتکو په خریدارۍ کې په څه کم نهه میلیونه ډالره غدر او سو استفادې باندې تورن دی.

قاسمي د خپل وزارت پرمهال، د وزیرانو د شورا او د اریانا شرکت د سهمدارانو د جلسې له تصمیم وړاندې، د خریداریو دغه تړونونه لاسلیک کړی و چې د افغانستان دولت عملا ترې استفاده ونه شوای کړی.

XS
SM
MD
LG