د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي دوه امریکایي عسکر یې نیولي دي


طالبان وایي دوه امریکایي عسکر یې نیولي دي
طالبان وایي دوه امریکایي عسکر یې نیولي دي

د طالبانو چارواکي وایي چی دوی د لوگر په ولایت کي دوه امریکایي عسکر نیولي دي. طالبانو دا ادعا نن د شنبې په ورځ کړېده.

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چی محلي رادیو سټېشنونو په خپلو خپرونو کي د امریکا هغه پیشنهادونه یادول چی ویل یې هر هغه چا ته به ٢٠زره ډالره انعام ورکړی چی داسي اطلاعات ورکړي چی ددغو عسکرو د خلاصیدو سبب سی.

افغان او د ناتو مامورینو لا تر اوسه ددې ادعا په باب څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې نړیوالو سوله ساتونکو قواوو نن د شنبې په ورځ ویلي دي چې دوي د هغو دوه پوځیانو پسې ګرځې چې د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې پوځې اډې نه وتلي دي او بیرته ندي ستانه شوي.

په عین حال کي په کابل کي د ملگرو ملتو مامورینو د امریکا غږ د افغانستان سرویس ته ویلي دي چی درې بنگله دیشان د سمنگان په ولایت کي تښتول شوي دي.

افغان چارواکو وویل چی دغو بنگله دیشانو د جنوبي کوریا د یوې تعمیراتي کمپنۍ سره کار کاوه او دا پېښه یې د طالبانو کار وباله.

XS
SM
MD
LG