د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: د افغان-ترک ښوونکي د محکمې د حکم په اساس توقیف شوي دي


د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د افغان-ترک ۱۴ ښوونځي فعال دي.
د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د افغان-ترک ۱۴ ښوونځي فعال دي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي دي چې د ملي امنیت ادارې له میاشتو راپدې خوا کوښښ کاوه چې د افغان ترک د ښوونځیو درې مشکوک ترکي استادان او یو ارتباطي افغان ښوونکی ونیسي.

سرچینې چې د خپل نوم له ښودلو څخه یې ډډه کړې ده ويلي چې امنیتي مامورینو د مشکوکو ښوونکو د نیولو لپاره د محکمې اجازه لرله.

د افغان-ترک د ښوونځیو مسؤلین ادعا کوي چې د سه شنبې په ماښام [ډیسامبر ۱۲] د ملي امنیت کارکونکو په کابل کې د انجونو ښوونځي ته په ننوتلو سره درې ترکي او یو افغان ښوونکي له ځان سره یوړل.

د افغان-ترک ښوونځیو د ریاست مرستیال احمد فواد حیدري وایې چې د ښوونکو د نیول کېدو علت معلوم نه دی.

د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د افغان-ترک ۱۴ ښوونځي فعال دي. پدې ښوونځیو کې تر ۸۰۰۰ زیات افغان زده کوونکي زده کړه کوي.

د زده کوونکو کورنۍ د ملي امنیت لخوا د ښوونکو نیول غندلي دي. کورنیو له حکومت څخه غوښتي دي چې ښوونکي آزاد کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري د ښوونځي د زده کوونکو او کورنیو یوې غونډې ته ویلي دي چې د ملي امنیت ادارې قصداً ښوونکي توقیف کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG