د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خصوصي پوهنتونونه د دولتي سره اوږه په اوږه خدمت کوي


افغان خصوصي پوهنتونونه د دولتي سره اوږه په اوږه خدمت کوي
افغان خصوصي پوهنتونونه د دولتي سره اوږه په اوږه خدمت کوي

د نورو برخو ترڅنګ د ۲۰۰۱ کال راهیسي افغانستان د ښوونې او روزنې په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. سره له دې چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د امنیتي ستونزو له کبله زیات شمیر ښوونځي تړل شوي دي او زده کونکي نشي کولای چې ښوونځیو ته ولاړ شي چې دا په خپل وار سره د دولسمو ټولګیو پر فارغینو باندي اغیزه کوي، خو بیا هم هر کال په سلګونو زره محصلین د هیواد د ګوټ ګوټ نه هڅه کوي چې د لوړ زده کړو په موسساتو کې د کانکور د آزموینه له لارې شامل شي او خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

له بده مرغه د لوړو زده کړو وزارت دومره امکانات نه لري چې ټولو محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړي، چې په نتیجه کې یې د دوولسمو ټولګیو د فارغینو نه هر کال په لسګونه زره محصلین بې سرنوشته پاته کېږي او پوهنتونونو ته نه قبولېږي.

په عین حال کې د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت ویاند محترم آعظم نور بحش وايي چې افغانستان اوس د لوړو زده کړو په برخه کې د سیمې د هیوادونو سره سیالي کوي.

هغه وايي ،، مونږ د لوړ زده کړو په ۲۵ پوهنتونو او موسساتو کې د ۷۰ زرو شاوخوا محصلین لرو چې په لوړ زده کړو بوخت دي. دا په خپل ذات کې یو بې نظیره لاسته راوړنه ده د افغانستان د حکومت دپاره یې ښه نوم ګټله دی مونږ د منطقې په سطح دغه شمیر محصلینو ته په وړیا ډول د لوړ زده کړو زمینه مساعده کړې ده.،،

لکه څنګه چې مخکي وویل شول هر کال د افغانستان د ګوټ ګوټ نه په سلګونو زره د ۱۲ ټولګي فارغین د کانکور آزموینه ورکوي او ټول یې حکومتي لوړو زده کړو ته لاره نه پیدا کوي. ډیرۍ دغه فارغین بې سرنوشت پاته شي چې ځیني یې بیا د کانکور آماده ګۍ ته مخه کړي او ځیني نور یې خصوصي پوهنتونو ته مخه کړي چې نن سباح یې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خورا ډیر رشد کړی دی.

د لوړ زده کړو د وزارت محترم ویاند وايي چې د لوړو زده کړو موسساتو د وزارت د نورمونو په چوکاټ کې په بیلابیلو برخو کې د ځوانانو په روزنه کې د پام وړ کار کړی دی چې د پام څخه غورځیدلای نشي.

هغه وايي،، اوس مهال د لوړو زده کړو د وزارت په چوکاټ کې ۲۳ د لوړو زده کړو موسسې ثبت دي چې د ۳۳ زرو شاوخوا افغان محصلین په بیلابیلو برخو کې روزي او دې کار په رېښتیا هم په ټولنه کې او د ځوانانو په روزنه کې مثبت بدلون رامنځ ته کړی دی.

خو یوه مسله چې دلته د بحث وړ ده هغه د تدریس د کیفیت مسله ده چې آیا د درس کیفیت په دواړو برخو کې یوشان دی که نه؟ په آمریکا او اوروپا کې خصوصي پوهنتونونه د دولتي پوهنتونونو په پرتله زیات شهرت لري او تل خلګ دې ته ترجیح ورکوي چې په شخصي پوهنتون کې درس ووايي دا چي په افغانستان کې دا موضوع څه ډول ده د لوړو زده کړو د وزارت محترم ویاند په دې باب داسي وايي

،، څرنګه چې زمونږ هیوادوالو ته معلومه ده د افغانستان پوهنتونونه د سیمې د پوهنتونو سره سیالي کوي او د تجربه لرونکو او مسلکي پروفیسرانو او استادانو برخورداره دي چې په نتیجه کې یې تکړه ځوانان ټولنې ته د خدمت دپاره وړاندي کوي خو مونږ د لوړو زده کړو پر خصوصي موسساتو باندي هم ورته لوایح او مقرارات پلي کوو او هغوي هم په دې لړ کې ورته زیار باسي چې یادشوي مقرارت په بشپړه توګه پلي کړي.،،

همداشان د لوړ زده کړو د وزارت محترم ویاند د کریډټ د سیستم په باب وویل چې افغانستان اوس د نړۍ د نورو برخو په شان د کریډت سیستم معرفي کړی دی او دغه سیستم د افغانستان د لوړو زده کړو محترم وزارت په ۱۳۸۴ کال کې معرفي کړ.

خو د دې ټولو مثبتو ګامونو سره سره یوه پوښتنه اوس هم بې ځوابه پاته ده، چې هغه کسان چې د لوړو زده کړو د ظرفیت د کمښت له امله بې سرنوشته پاتي کېږي او د اقتصادي ستونزو له امله د خصوصي پوهنتونونو توان نلري هغوی څه باید وکړي. داسي زیات شمیر د دولسمو ټولګیو زده کونکي موجود دي چې د کانکور په آزموینه کې برخه اخلي خو د پوهنتونونو د ظرفیت د کموالي له امله د لوړو زده کړو موسسو ته نه جلبېږي. دا چې دا ستونزه به څنګه او څه وخت حل شي دا اوس هم د یوې پوښتنې په حیث باقي پاته ده.

حسیب الکوزی- واشنګټن

XS
SM
MD
LG