د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کانوې: د اوباما له ستراتیژئ غلطه توقع له طالبانو سره مرسته کوي


د امریکا د سمندري عسکرو دقطعاتو قوماندان جنرال جېمز کانوې پرون د سه شنبې په ورځ وویل چی دی توقع لري قواوي به یې د افغانستان په جنوب کي ترڅو نورو کلونو پوري پاته وي، که څه هم چی امریکایي عسکر به د راتلونکي جولای په میاشت کي د افغانستان نه په راوتلو پیل وکړي.

هغه وویل چی د افغانستان په باب د جمهوررئیس براک اوباما د ستراتیژۍ نه غلط توقعات په لنډه موده کي د طالبانو سره مرسته کوي، مگر دا به هغوي ته وروسته له هغه زیان ورسوي چي ټاکلې نېټه تیره شي.

جنرال کانوې مخکي له دې چی تقاعد وکړي په پنټگان کي په خپل وروستي خبري کنفرانس کي وویل چی د جمهوررئیس اوباما دا پلان به چی غواړي بل کال د افغانستان نه امریکایي قواوي راوباسي عملي شی، مگر نه د هغه ملک د جنوبي سیمو نه چی د طالبانو د زیاتو حملو سیمي دي او د امریکا د سمندري قواو عسکر هلته پراته دي.

هغه داسي وویل: "زه که څه هم چی په دې باور لرم چی د افغانستان په ځینو سیمو کي به ځیني امریکایي عسکري قطعې په ٢٠١١ کال کي مسئولیت افغان امنیتي قواو ته وسپاري، مگر هغه به د امریکا سمندري عسکر نه وي. د هلمند او کندهار ولایتونه د طالبانو د پیدایښت ځایونه دي او زه فکر کوم چی دا به څو کاله وخت ونیسي چی زموږ له خوا دي افغان امنیتي قواو ته د مسئولیت سپارل امکان پیدا کړي".

کانوې چی تازه د افغانستان نه راستون شوی، وايي د جمهوررئیس اوباما دې اعلامیې چی ویلي یې دي د ٢٠١١ کال د جولای تر میاشتي له افغانستان نه د امریکايي عسکرو په کمولو شروع کوي، د طالبانو مورال قوي کړی دی.

هغه وویل: "ددې ډیر امکان شته چی زموږ دا اوسنۍ خبري په ځینو ملحوظاتو زموږ دښمن تقویه کوي".

کانوې وویل چی د طالبانو مشران دغه راز ددې خبري نه دا استفاده هم کوي چی خپل جنگور دې ته وهڅوي چی د امریکا د سمندري عسکرو او نورو قواو د حملو په مقابل کي کلک مقاومت وکړي. مگر دغه جنرال وویل چی د طالبانو د مشرانو دا هڅي به هغه وخت ناکامي شی چی دوی په دې پوه شي چی پر غلطه روان دي.

کانوې وویل: "دښمن به له دې وروسته څه وایي؟ هغه به خپلو پلیو عسکرو ته څه وایي؟ دغه عسکر په هغه څه باورلري چی دغه مشران یې ورته وایي او هغه داچی ټول امریکایي عسکر د بل کال تر دوبي پوري وځي ، خو چی منی را رسیږي نو موږ به هلته یو او د پخوا په شان به بریدونه پر کوو".

جنرال کانوې وویل چی دده عسکر چی د نورو خارجي قواو او افغان عسکرو سره کار کوي د هلمند په ولایت او د هغه په نورو گاونډیو سیمو کي چی د طالبانو اصلي ځایونه دي، پرمختگ کوي.

هغه وویل چی دده غلچکي عسکر د طالبانو غلچکي عسکر نیسي او همدا دده عسکر د طالبانو د اکمالاتو لاري بندوي او هغوی په ډیرو مشکلاتو او سختیو سره د بم جوړولو مواد رسولای سي.

کانوې وویل چی دې اقداماتو په دې میاشت کی د هلمند په ولایت کي د امریکایی عسکرو تلفات تر زیاتي اندازې پوري کم کړي دي.

مگر دغه جنرال وویل چی طالبان به په دې سیمه کي په کافي اندازه کمزوري نه وي او نه به د افغانستان حکومتي قواوي په کافي اندازه قوي وي چی تر څو کالو پوري ددې سیمي نه د خارجي قواو د راوتلو د پاره موقع برابره شي.

جنرال کانوې هم د نورو امریکایي چارواکو په شان وویل چی اصلی او مهمه خبره داده چی افغان ملکي خلک په دې قانع کړای شی چی د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي او د طالبانو د گواښونو په مقابل کي ودریږي.

هغه وویل چی دی دا توقع نه لري چی د عراق په شان دي په افغانستان کي هم قبایل را وپاڅیږی، مگر هغه وویل چی کله چی طالبان په دې پوه شی چی خارجي قواوي نه وځي، نو د مذاکراتو لار به خلاصه شي چی دابه د ده په قول

"د لوبي بدلیدل وي".

XS
SM
MD
LG