د لاس رسي وړ اتصالات

لېون پنېټا وايي د افغانستان په اړه به یې ستراتېژۍ تغیر و نه خوري


U.S. Secretary of Defense Leon Panetta
U.S. Secretary of Defense Leon Panetta

د امریکا د دفاع وزیر وایی ، دقندهارد ښارنه د باندی د مرگانیو ډزو په شمول چې ویل کیږی یو امریکایی عسکرکړیدی ، د تازه تشدد د پيښو سره سره به د افغانستان په ماموریت کی بدلون رانشي.

د پنتاگان نطاق جورج لیټل نن وویل ، پنیتا افغانستان ته د سفر په وخت کې د سېمه ئېزې شورا د مامورینوسره وکتل. پنیتا د هغی پیښی نه څو ورځی وروسته افغانستان ته سفر کړی دی چې ویل کیږی یوامریکایی عسکر په کندهار کی ١٦ ملکی افغانان وژل. په وژل شوېو کسانو کی نهه ماشومان دي.

د پنتاگان نطاق جورج لیټل وویل پنیتا د ولایتونو مشرانوته وویل دغسی پیښی د امریکا یا د افغانانو او امنیتی قواوو نمایندگی نه کوی او ددوی اکثریت کوشش کوی چه سم کارونه وکړی.

په نورو خبرونو کې وېل شویدي چې په موټر سایکل کی د ایښودل شوی بم چونې له امله د افغان امنیتې قواوو یوکس نن د کندهار په ښار کی وژل شوی او لږ ترلږه دوه کسه نورزخمی شویدی. دا پیښه هغه کلی ته نژدې شویده چې ویل کیږی یو امریکایی عسکر تیره هفته ١٦ملکی افغانان چې نهه تنه یی ماشومان وو، ووژل.

ددغه ننی بم چوونې مسولیت تراوسه چه په غاړه نه دی اخستی ،خو طالبانو ددی قتلونو د انتقام د اخستو لوړه کړیده.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا ددی دپاره افغانستان ته تللی چه ددغه بحرانی حالت د ارامولو کوشش وکړی.

پنیتا پرون خبریالانو ته وویل جگړه دوزخ دی او په جنگ کی دغه ډول بدی پښې کیږی. ده وویل ، ښایی دا به وروستی وژنی نه وی، خو د امریکا پوځ به د امکان تر حده کوششو وکړی چه دغسی پیښې بیا ونه شی.

جمهورریس اوباما، وایی امریکا دغه پیښه همدومره جدی گڼی لکه دغه وژل شوی خلک یی چې دامرېکا اتباع وی.

ده وویل د بی گناه خلکووژل وحشتناک او د زغم وړ کار نه دی او لکه څنگه چه امریکا ده ، هغسی ېې نمایندگی نه کوی.

ښاغلی پنیتا وویل، هغه د امریکا په پوځی مشرانواوعسکرو فوق العاده اعتبار لری. ده بیا وویل سره ددی چې خلک په قهر دی ، مگرامریکا به د افغانستان نه په وتو کی بیړه ونکړی.

طالبانو گواښ کړیدی چه ددې قتلونو په بدل کی به د امریکانوسرونه غوڅ شی. طالبانو پرون په قندهار کی د ١٦ وژل شوېو کلیوالو د فاتحې پر غونډه ډزې وکړې ، یو افغان عسکر یی وواژه او یو زخمی شو.

XS
SM
MD
LG