د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا نوې استخباراتي الوتکې افغانستان لپاره گومارلي


امریکا نوې استخباراتي الوتکې افغانستان لپاره گومارلي
امریکا نوې استخباراتي الوتکې افغانستان لپاره گومارلي

د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه وایی ټاکل شویده چه د امریکا پوځ په افغانستان کی یوه نوی استخباراتی بی پیلوټه الوتکه ځای په ځای کړی. دغه الوتکه به ټول ښار ته د تحرکاتو تصویرونه رسا ښیی.

د واشنگتن پوست په ننی خپاره شوی رپوټ کی راغلی دی چه د، څارنی او کشف دغه نوی هوایی سیستم چه یو انقلابی سیستم بلل شوی دی، نهه کمری لري.

دغه سیستم چې جورجن ستار نومیږی، مختلفو استعمالوونکو ته تر٦٥ پوری تصویرونو پوری لیږلی شی.

د هوایی قوی بی پیلوټه الوتکی چه اوس استعمالیږی ، یوه کمره لری او د یوی یا دوه ودانیو برابر ساحی څارنه کولی شی.

د هوایی قوی د استختباراتو د څانگی مرستیال تورن جنرال جمز پاس ، واشنگتن پوست ته ویلی دی چه دا نوی الوتکه به اټکلی نښی نه نیسی ، ځکه چه پدی سیستم کی به ټول ښار کتل کیږی.

بل پلو، د امریکا د ملی امنیت وزیره جنیت پولیتانو وایی امریکا پلان لری چې د امنیتی چارو٥٢ نور ماهران افغانستان ته ولیږی چې د پاکستان سره د افغانستان په سرحدې چارو کی مرسته وکړی.

پولیتانودغه خبره پرون په کابل کی د افغانستان د جمهورریس حامد کرزی او د هغه د مالیی د وزیرعمر زاخیلوال سره د غونډی نه وروسته وکړه.

د دوی د غونډی اصلی موضوع سرحدی مسله وه چه افغان پرسونل به روزی چه د سرحدی مسلو ښه غم وخوړل شی، او د طالبانو او مسلمانوافراطیانو مخه ونیول شی چه د سرحد نه افغانستان ته اوړی او د امریکا په رهبرۍ د ناټو په قواوو باندی حملی کوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ، د امنیتی چارو د ښه کیدو دپاره تراوسه پوری افغانستان ته ٢٥ اجنټان لیږلی دی.

بل پلو، په افغانستان کی د اتلاف قوی ویلی دی چه یوغړی یی د افغانستان په جنوب کی د بم په چاودنه کی ووژل شو. د ایتلاف قوی ددی پیښی په باره کی نور تفصیل نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG