افغان ولسمشر محمد اشرف غني د میدانوردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د وژل شوو سیمهییزو پولیسو جسدونو ته سپکاوی په کلکو ټکو غندلی دی او دا کار یې د اسلامي ارزښتونو او د جګړې د اصولو پر خلاف عمل ګڼلی دی.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، د تیرې پنجشنبې په شپه د دولت وسلهوالو مخالفینو د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ پر یو شمیر امنیتي پوستو برید وکړ او له شلو زیات افغان ځواکونه یې ووژل.
د ملي یووالي د حکومت مشرانو اعلان کړی چې دا پېښه دې په جدي توګه وڅیړل شي او هغو کسانو ته یې د سزا غوښتنه کړې چې په خپلو دندو کې یې بې پروایي کړې ده.
افغان ولسمشر په جلریز ولسوالۍ کې د وژل شوو سرتیرو جسدونو ته د سپکاوي په غبرګون کې دا پېښه په کلکه غندلې ده او دا کار یې د اسلامي او انساني ارزښتونو او د جګړې د اصولو پرخلاف ناروا عمل بللی دی.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، تیره پنجشنبه شپه مهال د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سیمهییز پولیسو پر پوستو د افغان دولت وسلهوالو مخالفینو د ډلهییز برید په پایله کې ۲۴ سیمهيیز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت وسلهوالو مخالفینو د وژل شوو افغان سرتیرو جسدونو ته بې حرمتي کړې ده.
د راپورنو له مخې وژل شوي سیمهيیز پولیس ټول هزاره توکمي دي، چې مړي یې نن کابل ته ولیږدول شول او د جنازې له مراسمو وروسته د شپاړسو مړي په بامیان کې د هغوی کورنیو ته وسپارل شول.
د هزاره توکم مشرانو نن په کابل کې د وژل شوو سیمه ایزو پولیسو د جنازې په مراسمو کې د دې پیښې ټوله پړه پر افغان امنیتي ارګانونو واچوله چې پر وینا یې د جګړې لیکې ته پر وخت د ملاتړو ځواکونو د نه رسیدلو له امله دغه سرتیري ووژل شول.
دغو مشرانو چې ورکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق او د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي هم شامل وو د دغې پېښې د جدي پلټنې غوښتنه وکړه.
خو د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، کله چې په جلریز کې د سیمه ایزو پولیسو پر پوستو برید پیل شو، د ملي اردو کومانډو ځواکونو د هوا له لارې سیمې ته ځانونه ورسول او بریدګر یې په شا وتمبول.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وویل، په جلریز ولسوالۍ کې لا هم عملیات دوام لري او د دولت وسلهوالو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا ولسي جرګې هم په جلریز ولسوالۍ کې سیمهيیزو پولیسو ته اوښتې مرګ ژوبله غندلې ده او د پېښې په اړه یې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.