د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو بریدونو په کندهار او زابل کې پولیس وژلي دي


د کندهار ښار د اتمې حوزې د پولیسو امر نعمت الله سرحدي چې جوجو هم بلل کېده، په ځانمرګي برید کې ووژل شو
د کندهار ښار د اتمې حوزې د پولیسو امر نعمت الله سرحدي چې جوجو هم بلل کېده، په ځانمرګي برید کې ووژل شو

له زابل نه په وروستیو راپورونو کې ویل شوي چې په مرکز کلات کې د پولیسو د تالاشۍ پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی او دوه پولیس یې وژل دي دي .

د زابل امنیه قومندان غلام جیلاني فراهي امریکا غږ ته وویل، برید کوونکی په ګاډي ناست و او غوښتل چې ښار ته ننوزي، خو د پولیسو له لورې له پېژندل کېدو وروسته یې چاودېدونکي توکو وچول.

ښاغلي فراهي وویل برید د یکشنبې په شپه (مۍ ۲۵) د ماسختن پر اتو بجو شوی دی .

اخوا په کندهار ولایت کې د ښار د اتمې امنیتي حوزې مشر نعمت الله سرحدي جو جو هم په یو ځانمرګی برید وژل شوی دی .

پېښه د کندهار ښار په لویه ویاله سیمه کي رامنځ ته شوې ده .

عیني شاهدان وايي چي برید د ډبرو پله سره نږدې هغه مهال رامنځ ته شوه ، کله چي څارمن نعمت الله سرحدي جو جو له سیمي د تېرېدو په حال کې و .

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا درانی وايي چي ځانمرګی بپلی روان وو.

وسله والو طالبانو د جوجو د وژل کېدو مسولیت منلی دی .
XS
SM
MD
LG