په افغانستان کې د یاغیانوپه حملو کې د یکشنبې په ورځ څلور امریکايي عسکر ووژل شول.
د ناتو ویاند وویل چې جنگونه د ملک په ختیځه خوا کې د پاکستان د پولو سره نژدې او د افغانستان په جنوبي برخو کې شويد ي.
همدارنگه تندروانو پرملکیانو باندې هم حملې کړي دي. د شنبې په ورځ د پارلماني انتخاباتو لپاره د یو کاندید ورور د هرات په ولایت کې ووژل شو. دا حملې د تندروانو د هغو هلو ځلو یوه برخه ده چې د سپتمبر د اتلسمې پارلماني انتخاباتو نه مخکې حالات گډوډ کړي.
د کندهار په ولایت کې بیا د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ یو مهم غړی وژل شوی دی.
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ویلی دی چې غواړي بهرني خصوصي کمپنۍ د دې کال تر پایه پورې له ملک نه وباسي.
حامد کرزي د ا بي سي د تلویزیونې شبکې د خبریالې کرستیان امانپورسره په یوې مرکې کې دغه کمپنۍ د ملک د امنیتي قواوو د جوړیدنې او ودې په لاره کې خاصتاً د پولیسوپه وړاند ې یومهم خنډ وباله.
ښاغلی کرزی وايي چې دی د طالبانو ځانگړو افرادو ته دسولې په خاطر مراجعه کوي چې د القاعده سره ملگرتیا و نه لري خو وی ویل چې په رسمي ډول د سولې کومه پروسه نه ده روانه شوې. هغه وویل چې د طالبانو د مسئولینو سره چې د بهرنیو شبکو برخې نه وي د سولې خبرې کیدلې شي. دده په خبره د لارې نقشه څرگنده ده.
د افغانستان جمهوررئیس زیاته کړه چې د سولې په هیڅ یوه موافقه کې د افغان ښځو حقوق نه قرباني کیږي.