د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي عسکر افغان پولیس وژلی دی


امریکایي عسکر افغان پولیس وژلی دی
امریکایي عسکر افغان پولیس وژلی دی

ناتو وایي چي نن دشنبې په ورځ په افغانستان کي یوه امریکایي عسکر د یوه افغان پولیس سره د کوم جنجال په سر په دغه پولیس باندي ډزي وکړې او هغه یې وواژه.

امریکایي عسکر په دغه افغان پولیس باندي د هلمند په ولایت کي وروسته له هغه ډزي وکړې چي دتلاشۍ په کومه پوسته کي دغه پولیس هغه ته ګواښونه وکړل.

امریکایي عسکر وایي چي پولیس تفنګچه په لاس ورته نیولې وه او شاوخوا ورباندي گرځیده.

ناتو وایي چي د پولیسو دغه صاحب منصب د پوستې نه وتلی و، او وروسته بیرته راستون سو او امریکایي عسکر ته یې په توپنچې سره گواښونه کول چي عسکر هم هغه وویشت او ویې واژه.

ناتو په دې باب تحقیقات کوي. له بلې خوا پاکستاني چارواکي وایي چي وسله والو کسانو لږ تر لږه د تیلو ١٨ لارۍ چی په افغانستان کي یې د امریکا او ناتو قواو ته تیل رسول، سوځولي دي.

هغوي وویل چي دا حمله نن د شنبې په ورځ د بلوچستان په ایالت کي پر دغو لاریو باندي سوې ده.

تر اوسه هیچا څه نه دي ویلي چي دا حمله چا کړې ده. مګر په تیرو وختونو کي په دغولاریو باندي چي د پاکستان له خاوري نه افغانستان ته تیل رسوي، اسلامي یاغیانو حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG