افغان چارواکي وايي د طالبانو په دوو بریدونو کې ١٢ تنه پولیس مړه او زخمي شوي دي.
چارواکو وویل، لومړی برید نن سهار وختي د کابل نه ١٢٠ کیلومتره جنوب لویدیځ ته د قره باغ په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې وشو. په دغه پېښه کې شپږ افغان پولیس وژل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ هم په همدغه ولسوالۍ کې په یو بل برید کې ٣ پولیس وژل شوي وو.
بل خوا یوه ځانمرګه د غزني په ولایت کې د پولیسو د پوستې سره نژدې په ځان پورې تړلي بمونه وچول، چې شپږ تنه پولېسان یې مړه او یا زخمیان کړل.
د سه شنبې په ورځ د پروان په ولایت کې یوه ځان وژونکي خپل بم د والي د دفتر سره نژدې وچوه، دوه تنه یې ووژل او دوه تنه نور یې زخمي کړل. خو په خپله د پروان والي بصیر سالنګي له چاودنې څخه روغ ووت. طالبانو د پروان د پیښې مسوولیت اخیستی دی.
ناټو وايي چې یو عسکر یې پرون دسه شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د بم په یوه چاودنه کې ووژل شو.
په تیرو څو میاشتو کې طالبانو پر افغان ځواکونو او نړیوالو قواو خپلې حملې زېاتې کړي دي.