د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په افغانستان کې جګړې زیاتې شوي


په هغه نوي رپوټ کی چی د ملګرو ملتو د عمومي منشي بانکي مون لخوا خپور شوی، پکې ویل شويدي چی د هغو حملو شمیر چی د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کي شويدي تر هغو چي د تیر کال په همدې موده کي شوي وې، په خاص ډول زیات شویدي.

په رپوټ کي راغلي دي چي د سړک په غاړو د بمونو په چاودنو کی په سلو کي ٩۴ او د یاغیانو له خوا په قتلونو کی په سلو کی ۴٥ زیاتوالی راغلی دی.

رپوټ دا هم ویلي دي چی د ځان مرګو حملې هم دوه چنده شویدي.

په رپوټ کي ویل شويدي چی زیاتره دغه حملې د افغانستان په جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کي کیږي او دا ښئي چی د القاعدې مربوطو تروریستي شبکو د جگړو مهارتونه مخ په پراختیا دي.

یاغي طالبانو مخکی له دې چی ناتو د کندهار د ولایت د امنیت ساتلو د پاره د خپل پلان په عملي کولو پیل وکړي، په نړیوالو قواو او ملکي افغانانو باندي حملې زیاتي کړيدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وایي چی د افغانستان حکومت او نړیوالو ملاتړ کوونکو یې په افغانستان کی د ثبات راوستو په برخه کي د پام وړ پرمختګ کړیدی. هغې دغه راز خپل هغه پلان بیا تایید کړ چی غواړي د جولای د میاشتي په ٢٠ مه نېټه په کابل کی د افغانستان په باب په غونډه کی برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG