د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د ګوانتانامو پخوانی بندي وژل شوی


جلال آباد کې د ګوانتانامو پخوانی بندي وژل شوی
جلال آباد کې د ګوانتانامو پخوانی بندي وژل شوی

ناټو او افغان قواوو هغه څوک وژلی چي پخوا د ګوانتانامو په زندان کي بندی و او د خوشي کیدو نه وروسته افغانستان ته ستون شسو او د القاعدې یو مهم غړی شو.

د ائتلاف په یوه بیانیه کي ویل شوي دی چي ( صبر لال ) پرون د جمعې په ورځ د عملیاتو پر وخت ووژل شو.

په بیانیه کي هغه د یاغیانو داسي مشر بلل شوی چي د کنړ په ولایت کي یې په حملو کي لاس درلود او د یاغیانو عملیات یې تمویلول. بیانیه وایي چي هغه په کنړ او پاکستان کي د القاعدې د لویو مشرانو سره تماس درلود او د طالبانو سره یې هم اړیکي درلودې.

ناتو وایي چي د جمعې د ورځی په دې عملیاتو کي یې څو تنه مشکوک یاغیان نیولي هم دي.

له بلي خوا ناتو ویلي دي چي افغان او ائتلافي قواو د بلخ په ولایت کي هم د جمعې په ورځ عملیات کړي او څو یاغیان یې وژلي دي. په دې عملیاتو کی یوه ښځه هم وژل شوې ده.

XS
SM
MD
LG