د لاس رسي وړ اتصالات

په پنجشیر کې د امریکایي ځواکونو په اډې برید شوی


په پنجشیر کې د امریکایي ځواکونو په اډې برید شوی
په پنجشیر کې د امریکایي ځواکونو په اډې برید شوی

وسله والو یاغیانو د افغانستان په شمال ختیځ کي د امریکا په یوې اډې باندي یوه انتحاري حمله کړې، دوه کسه یې وژلي دي.

د پنجشیر د ولایت د پولیسو قوماندان وویل چي نن د شنبې په ورځ سهار وختي څلورو تنو ځان مرګو بم چونکو په دې اډې باندی چي د بیا رغوني چاري ترسره کوي، حمله وکړه.

چارواکو وویل چي په دې حمله کي په ځان مرګو برسیره دوه ملکیان هم ووژل سول او دوه تنه محافظین زخمي شوي دي.

طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده. هغوي وویل چي ددوي سړیو دغي اډې ته په پښو ځان ورساوه او په موټر کي یې بمونه ایښي وو.

د ناتو یوه نطاق دا حمله تایید کړې او ویلي یې دي چي په خارجیانو کي څوک وژل شوي یا ژوبل شوي نه دي.

له بلي خوا نن د کندهار په ولایت کي کله چي یاغیانو بم جوړاوه او هغه تر خپل وخت مخکي انفلاق وکړ، نو دوه تنه په کي مړه او درې نور زخمیان سول چي.

XS
SM
MD
LG