د لاس رسي وړ اتصالات

وردګو کې د ۸ امنیتي کسانو مړي وموندل شول


وردګو کې د ۸ امنیتي کسانو مړي وموندل شول
وردګو کې د ۸ امنیتي کسانو مړي وموندل شول

د افغانستان یوه مامور ویلي دي چي د وردګو په ولایت کي د امنیتي چارو اته کسه چي تښتول شوي وو، د هغوي د ټولو مړي پیدا شوي دي.

په همدې سیمه کي تیره هفته یوه امریکایي هلیکوپتره هم راغورځول شوې وه چي په کي سپاره ټول ٣٨ عسکر چي زیاتره یې امریکایان وو، ووژل سول.

ددغه ولایت نطاق ( شاهدالله شاهد ) نن د شنبې په ورځ وویل چي دغه مړي د جمعې په ورځ ناوخته پیدا شوي دي. دغه اته کسه چي پنځه تنه پولیسان او درې تنه د استخباراتو مامورین وو، د پنجشنبې په ورځ هغه وخت وتښتول سول چي په یوه سړک باندي یې چي بامیان ته رسیږي، سفر کاوه.

شاهد وویل چي پولیسو ددې پېښي په اړه درې مشکوک کسان نیولي دي. د رویترز خبري آژانس وایي چي د طالبانو یوه نطاق ویلي دي چي دده ډلي دغه خلک وژلي دي.

د وردګو په ولایت کي د طالبانو او نړۍ والو عسکرو ترمنځ سختي جګړې رواني دي.

یو بل خبر وایي چي د هلمند په ولایت کي هم نن پنځه ملکي خلک هغه وخت ووژل سول چي موټر یې د سړک په غاړه په ښخ شوي بم وربرابر سو. ددغه ولایت چاروکو وویل چي وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو چي درې یې ښځي او دوه یې نارینه وو.

ملګري ملتونه وایي چي د سږ کال په لومړۍ نیمایي کي په افغانستان کي ١۴٦٢ ملکي خلک وژل شوي دي چي ٨٠ فیصده یې د یاغیانو په غاړه اچول کیږي.

XS
SM
MD
LG