د لاس رسي وړ اتصالات

دساعت تیرئ لپاره د افغانانو په وژلو تورن عسکر محاکمه شو


دساعت تیرئ لپاره د افغانانو په وژلو تورن عسکر محاکمه شو
دساعت تیرئ لپاره د افغانانو په وژلو تورن عسکر محاکمه شو

د متحده ایالاتو د پوځ یو خورد ضابط کالوېن گېبز چې د خوند او ساعت تیری لپاره یې په افغانستان کې د ملکي افغانانو د وژلو پلانونه جوړول، پرون د سه شنبې په ورځ د واشنگټن په ایالت کې یوې پوځي محکمې ته راوستل شو.

د امریکا د پوځ ماموران به د دوو ورځو استماعیه غونډو نه وروسته په دې اړه خپله فیصله صادره کړي چې ایا دومره کافي شواهد د نوموړي خورد ضابط په خلاف شته چې کورټ مارشال شي او که نه.

کالوېن گېبز دهغو پنځو تنو عسکر په جمله کې د لوړې رتبې څښتن دی په کومو باندې چې سږ کال په قندهار کې د عسکري گزمې پر وخت درې وارې د څو تنو افغانانو د قتل تورونه لگول شوي دي.

په نوموړي خورد ضابط باندی داتورهم لوول شوی دی چې دخپل جرم په خاطر ېې خپلو ملگرو ته گواښ کړی ؤ که څوک ېې پری خبر کړل نو ځان سېل به وکړی.

که په پوځی محکمه کی پری دا جرمونه ثابت شول نو دمرگ سزا به ورکړ شی، خو هغه ددغو ټولو الزامونو دمنلو نه انکار کړی دی.

په قندهار کی د امرېکې دپوځ دهمدغه پوځ ېونټ اوو تنو نورو عسکرو باندی هم دا تور لگېدلی دی چې ددغو وژنو د توطېې په پټولو کې یې لاس درلوده، ېو شمېر نورجرمونه یې کړی دی او نشه یي مواد یې استعمالول.

د خورد ضابط گېبز ملگری واېې چه هغه دملکی خلکو دوژلو لپاره ډول ډول لارې جوړې کړي وي او خپل ملگري یې مجبورول چه په ناحقه وژنو کی ورسره ملگرتیا وکړي.

د امریکا د پوځ مامورانو په قندهارکې د امریکايي عسکر په لاس دغه وژنې غندلي دي او وايي چې د عسکرو دا ډول اعمال په افغانستان کې د امریکا پوځی کوښښونه د ستونزو سره مخاخ کوي.

XS
SM
MD
LG