د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ولسي جرګې جنجال کې د خارجي لاسوهنې خبرداری ورکړی


افغانستان د ولسي جرګې جنجال کې د خارجي لاسوهنې خبرداری ورکړی
افغانستان د ولسي جرګې جنجال کې د خارجي لاسوهنې خبرداری ورکړی

د افغانستان حکومت ویلي چې د ولسي جرګې په اړه روان جنجال د افغانستان داخلي مسله ده او د هر ډول بهرنۍ مداخلې خلاف یې خبرداری ورکړی دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د تیرو پارلماني انتخاباتو په اړه د ځانګړې محکمې د حکم د بیرته ګرځولو لپاره د بهرنۍ مرستې غوښتنه کړېده.

د جمهور رییس کرزي په امر دغې جوړې شوې محکمې له څو میاشتو کار وروسته تیره اونۍ د ولسي جرګې تقریبا ۶۲ غړي غیرقانوني وګڼل او د هغوی په ځای یې معترض کاندیدان چې رایې یې مشروع او قانوني ګڼل شویدي پارلمان ته وروپیژندل.

رپوټ وايي، د یکشنبی په ورځ، د ولسي جرګې یو شمیر غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا سره وکتل او له هغه نه یې د مرستې خواست وکړ.

د ولسي جرګې غړیو ښاغلي دي میستورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوم هغه لیک وسپاره چې له نړیوالې ټولنې نه د اساسي قانون مطابق د ملک د ولسي جرګې په برخه کې د ملاتړ غوښتنه شوې وه.

رپوټ وايي د جمهور رئیس کرزي له خوا نه، ټاکل شوې خاصې محکمی، د تېر کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې، د درغلۍ د ادعاګانو په برخه کې تحقیقات وکړل او په نتیجه کې، د ۲۴۹ غړیو له جملی نه ۶۲ کسان غیرقانوني وبلل شول.

د ښاغلي کرزي ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ وویل چې دا مسله داخلي جنجال دی او هر ډول خارجي مداخله به په دې برخه کې دافغانستان پر خود ارادیت باندې تېری وګڼل شي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د روان کال د جنورۍ په ۲۶مه د برحال پارلمان لومړۍ غونډه پرانیستله. په افغانستان کې د ۲۰۱۰م کال د سپتمبر په ۱۸مه پارلماني انتخابات وشول. خو له انتخاباتو نه وروسته داسې تورونه و لګېدل چې د انتخاباتو په بهېر کې په پراخه پیماني ټګۍ او درغلۍ وشوې.

له همدې آمله، د جمهوررئېس کرزي له خوانه یوې ځانګړې محکمې ته دنده وسپارل شوه چې دغه تورونه وڅیړي.

رپوټ د هغو کسانو له قوله چې پر ښاغلي کرزي انتقاد کوی لېکی چې داخاصه محکمه ددې لپاره جوړه شوې وه چې د هغو انتخاباتو مخه ونیسي چې د ښاغلی کرزي مخالفانو پکې ګټه کړې وه. هغوی پر ښاغلی کرزی انتقاد کوي چې له دغې خاصې محکمې نه یې دا کار واخیست چې د پارلمان په غړیو کې زیاتره دده د خوښې کسان راشي.

له بل پلوه ، دافغانستان پارلمان د شنبې په ورځ رایې ورکړلی چې د سترې محکمې پنځه معتبر قاضیان په دې سبب برطرف شی چې په دې کې پاتې راغلل چې دغه خاصه محکمه غیرقانوني او لغو اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG