د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د امنیت انتقال کې نړیوالې تجربې کاروو


افغانستان: د امنیت انتقال کې نړیوالې تجربې کاروو
افغانستان: د امنیت انتقال کې نړیوالې تجربې کاروو

افغان چارواکي وايي، د هیواد د امنیت د انتقال په روان بهیر کې د نړیوال بانک له یوه تازه چمتو شوي رپوټ نه ګټه اخلي.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۱م کال دا رپوټ چې د منازعې، امنیت او پرمختګ په اړه لیکل شوی؛ د نړۍ د هغو هیوادونو له تجربو برابر شوی چې منازعې پکې تیرې شوي او یا خپل منځي جګړو ځپلي دي.

د افغانستان د امنیت د انتقال د پروسې کمیسیون نن پداسې حال کې چې ددې رپورټ چمتو کوونکي هم حاضر ول، دغه رپوټ د افغانستان مدني ټولنو استازو ته وړاندې کړ ترڅو له دغه رپورټ موندل شوې تجربې وڅېړل شي او په مټ یې د افغانستان حالاتو ته په کتو ترې ګټه واخیستل شي.

د امنیت د انتقال د پروسې د کمیسیون مشر اشرف غني احمدزي وايي، دوی غواړي دا وڅیړي چې ددې رپوټ محتوا د افغانستان په ګټه ده او که نه.

بل لور ته د نړیوال بانک د پرمختیايي رپوټ چمتو کوونکي نایجل رابرټ رپوټ توضیح کړ، وې ویل چې نږدې یو اعشاریه پنځه ملیارده وګړي په هغو هیوادونو کې ژوند کوي چې له سیاسي او جنايي تاوتریخوالي څخه زیانمن شوي دي او له دغو تاوتریخوالو مخنیوی په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د دولتي ادارو پياوړي کول دي.

نایجل رابرټ وویل، دا رپوټ به په افغانستان کې د نړیوالو تجربو نه په ګټه اخېستنه کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG