د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې ځوانانو لپاره د کسبونو د زده کولو زمینه برابره شوې


په کندوز کې ځوانانو لپاره د کسبونو د زده کولو زمینه برابره شوې
په کندوز کې ځوانانو لپاره د کسبونو د زده کولو زمینه برابره شوې

د کار او ټولنیزو چارو د ریاست د کسبونو د زده کولو په مرکز کې په لسګونو ځوانان د قالینو اوبدل، فلزکاري، د پایپونو غزول، او د کمپیوټر زده کړې کوي. د کار او ټولنیزو چارو ریسه معصومه یقین وایي چې سږ کال دوي یو سل او پنځوس تنه ځوانان په مختلفو برخو، کمپیوټر، فلزکاري، قالین بافي نلغزولو او نور چارو کې روزلي دي

د ځوانانو لپاره د کار او کسب د زده کړې دغه مرکز د یو شمیر وزارتونو په ملاتړ جوړ شوی چې له تیرو دریو کالو په کندوز کې فعالیت کوي ددغه مرکز له خوا هر کال یو شمیر ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د کسب او کمپیوټر زده کړې ورکول کیږي.

په هکله یې د سیمې نه زمونږ د خبریال ګل رحیم ینازمن ريپوټ وراوریْ

XS
SM
MD
LG