د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځوانان په ملي پروسو کې ګډون غواړي


د ځوانانو د ملي مجمعې غړي

د ځوانانو د ملي مجمعې غړو نن پنجشنبې د ( جنوري ۲۴) په کابل کې په یوې غونډه کې د سولې په روانو هڅو کې د ځوانانو د ګډون غوښتنه وکړه.

دوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیزاد په مشرۍ د سولې روانو مذاکراتو ته هیله مندي وښوده خو ویې ویل چې په دغه شان مهمو ملي مسایلو کې ځوانانو ته هم باید وڼده ورکړل شي.

د ځوانانو د ملي مجمعې مشر سید عبدالله هاشمي وايي ‪، افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او د سولې د پروسې او تاکنو په شان ملي مسایلو کې دې ځوانانو ته ونډه ورکړل شي څو خپل سهم ادا کړي

د ځوانانو د ملي مجمعې غړی محمد نجمان زماني وايي" د پردې شاته ډیرې خبرې رواني دې خو له بده مرغه د افغانستان ملت خبر ندی چې له چا سره خبري کیږي، د ځوانانو او میرمنو حق چیرې دي."

د ځوانانو پدغه کنګره د ۲۴ ولایتونو ځوانانو برخه اخیستې وه او په ملي پروسو کې د ځوانانو په ډیر مشارک ټینګار وشو.

د رسمي احصائیو له مخې د افغانستان شپیته سلنه نفوس ځوانان جوړوي. اوس مهال په افغانستان کې د ځوانانو په لس ګونه ټولنې فعالي دي او دوی په سیاست کې فعاله ونده او د خپلو ستونزو په هواري ټینګار کوي.

د ځوانانو غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

XS
SM
MD
LG