د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بلخ په یوې امنیتي پوستې برید کړی او اته تنه یې وژلي


په بلخ کې د افغان امنیتي سرتیرو او طالبانو جگړه - عکس ارشیف
په بلخ کې د افغان امنیتي سرتیرو او طالبانو جگړه - عکس ارشیف

افغان مقاماتو ویلي دي چې طالب وسله والو د بلخ ولایت په یوې امنیتي پوستې برید کړی د امنیتي ځواکونو اته منسوبین یې وژلي دي.

د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ویلي دي چې دغه حمله د دوشنبې په شپه (اپریل۲) د شولګرې په ولسوالۍ کې شوې ده.

د ښاغلي عادل په وینا پدغه نښته کې چې شاوخوا درې ساعته یې دوام درلود، پنځه تنه نور افغان امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددغه برید مسؤلیت ندی منلی، خو ښاغلی عادل ددې برید مسؤلیت په طالبانو اچوي چې د شولګرې په ولسوالۍ کې فعال دي.

هغه همداشان ویلي دي چې پدغه نښته کې طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه یې جزییات څرگند نه کړل.

XS
SM
MD
LG