د لاس رسي وړ اتصالات

افغان استخبارات: ناټو او افغان قواوو په زړوړتیا تښتول شوي خلګ وژغورل


AFGHAN
AFGHAN

یوه استخباراتي مامور نن د یکشنبې په ورځ وویل چې ناټو او افغان ملي امنیتي ځواکونو په ډیر زړوتیا سره د ژغورنې عملیات په لاره واچول او په لړ کې یې د یوې بهرنۍ خیریه موسسې دوې کارکونکي او د هغوي دوه افغان همکاران د طالبانو د منګولو نه خلاص کړل. یادشوي سرچینې وویل چې طالبانو په پام کې درلوده چې د یرغمل شویو کسانو له ډلې نه یو ووژني.

ګډو قواوو پرون د شنبې په ورځ سهار وختي د هلیکوبترو په مرسته دغه عملیات ترسره کړل او یرغمل شوي کسان یې د بدخشان ولایت په یوې غرنۍ سیمه کې چې په یو غار کې ساتل شوي وو پیدا او د سړو تښتونکو د منګولو نه خلاص کړل.

د افغانستان د استخباراتو د ریاست یوه نطاق شفیق الله طاهري وویل چې په یادشویو عملیاتو کې اته تنه طالبان هم وژل شوي دي.

طاهري زیاته کړه چې دوي غوښتل یو له یرغمل شویو کسانو نه ووژني چې مقابل اړخ دې ته مجبوره کړي چې د هغوي غوښتنې ومني. هغوي د یادشویو کسانو د خوشې کیدو په مقابل کې د ۱ میلیون ډالرو او ۵ بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې وه چې په کابل کې بندیان دي. نوموړي زیاته کړه چې یاغیانو د دېنه وړاندي څلور میلیونه ډالره غوښتي وو.

XS
SM
MD
LG