د لاس رسي وړ اتصالات

د "بمونو مور" له برید یو کال وروسته، داعش اچین کې ځپل شوي؟


په اچین کې اوس هم د داعش او نورو وسله والو پر ضد د افغان پوځیانو او بهرنیو قواوو عملیات دوام لري

د امریکا پوځ په همدې ورځ، د ۲۰۱۷ کال د اپرېل میاشتې په ۱۳ نېټه د ننګرهار په اچین کې پر داعش وسله والو تر ټولو غټ نااټومي بم، "د بمونو مور" وغورځاوه.

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي په بم وېشتل شوې ساحې ته تللی و او هلته یې له مېشتو خلکو سره خبرې کړې دي.

د اچین اوسېدونکي وایې چې کورونه یې ړنګ پاتې دي او ژوند یې عادي حالت ته بیرته ته نه دی ورګرځېدلی.

۲۸ کلن وحید وایې چې کور ېې په بم ړنک شویاو "بالښتونه، لوښي او هر څه" یې تراوسه بهر پراته دي.

پر اچین ولسوالۍ د نا اټومي بم تر غورځولو وروسته، چارواکو وویل چې لسګونه داعش جنګیالي یې وژلي او د وسله والو پټنځایونه یې له منځه وړي دي.

د امریکا غږ خبریال وایې چې اوس هم په سیمې کې د انسانانو هډوکي ښکاري چې حکومتي چارواکي یې د وسله والو بولي.

د سیمیزو خلکو او چارواکو په خبره، په اچین کې د داعش ضد جګړو په لړ کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه وران شوي دي.

خلک تمه نه لري چې په نږدې راتلونکې کې یې ورانې مینې بېرته آبادې شي.

چارواکي ټینکار کوي چې د کورونو په بیا جوړولو کې له کلیوالو سره مرسته کوي.

د شډل سیمې بازار دوه کاله مخکې د داعش تر کنټرول لاندې و، خو اوس پکې حکومتي پوځیان ځاي پرځاي دي.

د خلکو ژوند عادي روان دی او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.

سلګونه ماشومان سبق وایې او ښوونځي منظم فعالیت کوي.

له پرمختګونو سره سره، د اچین په بیلابیلو کلیو او بانډو کې د داعش او نورو وسله والو پر ضد د افغان پوځیانو او بهرنیو قواوو عملیات دوام لري.

د ننګرهار والي وايې محمد ګلاب منګل وایې چې سیمې کې شاوخوا ۱۰۰۰ وسله وال شته.د ښاغلي منګل په وینا "داعش اوس په ننګرهار کې پوره کمزوری شوی دی."

د امریکا نا اټومي بم؛ آیا اچین کې داعش جنګیالي ځپل شوي دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

XS
SM
MD
LG