د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او قزاقستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له قزاقستان هیواد سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له قزاقستان هیواد سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

افغانستان له قزاقستان سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په پوځي برخه کې ګډ تمرینونه، روغتیايي همکاري، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجستیکي ملاتړ، جنګي روزنه او د پوځي اطلاعاتو برخه کې همکاري شامله ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن جمعه جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) ویلي چې دغه تړون په قزاستان کې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب او د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان یرمک بایف ترمنځ لاسلیک شو.

د بیان له مخې دغه راز د دغو دوو هیوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو او نظامي ملاتړ په برخه کې د همکارۍ زمینه برابره شوه.

حمد الله محب همدارنګه د قزاقستان د ملي امنیت له رئیس سره کتنه کې ویلي چې افغانستان او قزاقستان د امنیتي همکاریو لپاره قوي زمینه برابروي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د اعلامیې له مخې د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې رئیس ماسیموف ویلي چې هیواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

ښاغلي محب قزاقستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کې د دواړو لوریو د عملي همکاریو، غذايي امنیت، د افغان ملي امنیتي او دفاعي سرتېریو پر تجهیز، د ګډو څواړخیزو کارونو پر پای ته رسولو او د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې هم کړي دي.

قزاقستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ګن شمېر افغانانو ته د زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.

دغه هیواد پر داسې مهال له افغانستان سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کوي چې ټاکل شوې د راتلونکي سټمبر میاشتې تر یوولسمې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووزي.

XS
SM
MD
LG